د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خاصه دارو تنخاګانې به هم د پوليسو غوندې وي"


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان له خاصه دار ځواک سره خبري غونډه کوي.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان له خاصه دار ځواک سره خبري غونډه کوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، د قبايلي ضلعو ليويز او خاصه دار ځواکونه به د اګست له لومړنۍ نيټي څخه د پوليسو پشان تنخاګانې او نور مراعات ترلاسه کړي. دا خبره د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزيي، د جولايي په څلورمه، مشال راډيو ته وکړ.

ده وويل چې صوبايي کابيني د دې منظوري ورکړي ده او له دې وروسته به ارډينس په دوو مياشتو کې په قانون واوړوي.

د خيبر پښتونخوا د اوو قبايلي ضلعو او ملاکنډ ډويژن د لېويز او خاصه دار ځواکونو شميره شاوخوا ۳۵۰۰۰ ده. قبايلي سيمي په ۲۰۱۸ز کال په خيبر پښتونخوا صوبې ورګډې کړل شوې او له هغه پس د خاصه دارو او ليويز ځواکونو پرله پسي احتجانونو صوبايي حکومت اړ کړ چې دوی د پوليسو برخه وګرځوي.

د اطلاعاتو صوبايي وزير شوکت يوسفزيي وايي، خاصه دار او لېويز به د اګست له لومړنۍ نېټې د پوليسو پشان مراعات ولري.

''د پوليسو تر ايکټ لاندې چې څومره مراعات دي هغه به ټول دوی ولري. قبايلي ضلعې د صوبې برخه دي نو د دې لپاره بل نوی قانون نشي جوړېدلی او د پوليسو شته قانون هلته وغځوي. د پوليسو رولز او ريګوليشن به پر هغوی لاګو شي. د دوی ريټايرمنټ، برتيانې او شهيدانو پېکېج به ملاوېږي.''

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي له دفتره خپور شوي بيان کې هم ويل شوي چې د خاصه دارو او ليويز ځواکونو به د پوليسو پشان ترقياني او او عهدي ولري او قواعد و ضوابطو ته به حتمي شکل ورکوي.

خو د قبايلي سيمو څېړنکار ډاکټر اشرف علي وايي، دا به صوبايي حکومت لپاره لوی چيلنج وي چې لېويز او خاصه دارو ته د پوليسو غوندې عهدې ورکړي. د دوی په خبره خاصه دارو او ليويزو روزنه لويه مسله ده.

''په قبايلي ضلعو کې څوک ډي ايس پي شوي دي څوک ايس ايچ او شوي دي، هغوي ګلونه لګولې دي خو هغوي پر دي نه پوهېږي چې ايف ای ار څنګه درجېږي. د پوليټکل محرر په کار نه پوهېږي. بيا به خلکو سره څه رنګه چلند کوي. دا ځواک امن و امان لپاره جوړ شوي وو او له پوليسو بيخې جلا بڼه لري. بله دا خبره هم ده چې د قبايلي خلکو له پوليسو سره هغه شان بلدتيا نيشته چې څه رنګه په بندوبستي علاقو کې ده.''

اشرف علي زياته کړه دا د حکومت لپاره اسانه خبره ده چې اعلان وکړي خو د دي عملې کول به يقينا ډير زيات وخت اخلي.

بيا له وزيرستانه خبريال صفدر داوړ وايي، د خاصه دارو او ليويزو په پوليسو ورګډولو وروسته د اختياراتو مسله راپورته شوي ده. د دي ترڅنګ په ځينو سيمو کې د دي ګام مخالفت او په ځينو قبايلي ضلعو کې د دي نظام حمايت کېږي.

''خيبر، اورکزو او باجوړ کې خلکو دې ته هرکلي وويل. خو په سويلي وزيرستان کې تر اوسه پورې لانجه ده. هلته خاصه دار او پوليسو په بازار کې يو بل پسي راوتي ول. په شمالي وزيرستان کې هم دا مسله ده. يوازې په ميرامشاه کې پوليس دي، په نور ځايونو کې دا نظام په نظر نه راځي. په کورمه او مومندو کې ملکانان د دې نظام مخالفت کوي. زما په فکر نظام سم دی خو د دې عمليکولو طريقه کار ناسم دی.''

صفدر داوړ زياته کړه چې په قبايلي ضلعو کې د پوليسو نظام بشپړېدل به ډېر زيات وخت واخلي.

۲۰۱۸ کال قبايلي سيمې په خيبر پښتونخوا کې وړګډې شوې وې او حکومت د هغو سيمو اصلاحاتو لپاره لس کلن پلان اعلان کړی وو.

XS
SM
MD
LG