د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني ولسمشر د فاټا ترمیمي بل لاسلیک کړ


ولسمشر ممنون حسین
ولسمشر ممنون حسین

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن دوشنبه د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو ۳۱ اییني ترمیمي بل لاسلیک کړ، او دغه اوس د اساسي قانون برخه جوړه شوه.

خو د قبایلي سیمو له انتظامي پلوه په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو لپاره وفاقي او صوبايي حکومتونو ته ډېر کار ګوري، ځکه چې هلته به له نوې سره ګڼې ریاستي ادارې نه یوازې جوړول وي بلکې فعالول او د هغې لپاره کارمندان ګمارل دي.

نو ریاست د دې لپاره څه اقدامات کړي دي؟

په دې اړه د پاکستان منصوبه بندۍ کمېشن مرستیال مشر سرتاج عزیز مشال راډیو ته وویل چې د انضمام لپاره ټول مالي انتظامات شوي دي.

نوموړی وایي په لومړي پړاو کې فنډ له وړاندې مختص شوی دی او زیاتوي:

''زموږ ټول بجټ یو زر اربه روپۍ دی، د لومړیو درېو کالو بجټ دوه سوه اربه روپۍ دی. په دې کې به وفاق اتیا فیصده ورکوي چې دغه خو یقیني ده، خېبر پښتونخوا هم ژمنه ده،۵۰ فېصده بجټ له وړاندې موجود دی،په دې کې کمېټۍ د لسو کالو پروګرام جوړ کړی دی چې په درېو برخو وېشل شوی دی، هره برخه په درېو درېو او څلورو کالو کې تقسیم شوې ده.د خیبر پښتونخوا لپاره د لومړۍ برخې دوه سوه اربه کافي بجټ دی چې خپل پیل پرې وکړي.''

د پېښور پوهنتون یو استاد ډاکټر اعجاز خټک وايي دا یو اوږد عمل دې خو ښه خبره دا ده چې د فنډ په حوالهد دغې لپاره ټولې خبرې واضحه کړل شوي دي:

''په اییني ترمیم کې یې ویلي دي چې دا پېسې به پخوانۍ فاټا ته چې اوس په خېبر پښتونخوا کې شامله شوه وفاقي حکومت ورکوي، او د صوبې حکومت به دا خبره یقیني کوي چې دغه پېسې هم په مختص کړل شوي کار ولګول شي. په دې کې به څه پټه خبره نه وي. دا پېسې به په راروانو لسو کالو کې په انفراسټرکچر، تعلیمي ادارو، عدالتونو او روغتونو لګول کیږي.''

بلخوا د منصوبه بندۍ د وفاقي کمېشن مرستیال مشر سرتاج عزیز وايي د راروان کال بجټ له وړاندې جاري شوی دی.

د یادولو ده چې د مې په ۲۴ مه نېټه د قامي اسمبلۍ غونډه کې د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو ۳۱ اییني ترمیمي بل په متفقه توګه منظور کړل شو چې بیا یوه ورځ وروستو د مې پر ۲۵مهله سېنټه منظور شو. د مې په ۲۷ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده په اکثريت سره منظوره کړه، او اوس د ولسمشر تر لاسلیکولو وروستو د اساسي قانون برخه جوړه شوه.

XS
SM
MD
LG