د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت پینځه کلنو ماشومانو ته هم د کورونا واکسين لګولو اعلان کړی


په لاهور کې يوې ماشومې ته د کورونا وايرس ضد واکسين لګول کېږي. پخوانی انځور
په لاهور کې يوې ماشومې ته د کورونا وايرس ضد واکسين لګول کېږي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا حکومت په لومړي ځل اعلان کړی چې د کووېډ-۱۹ واکسین به له پينځو تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته هم لګوي.

تر دې وړاندې هغو ماشومانو ته دا واکسین ورکول کېدل چې عمرونه یې لږ تر لږه ۱۲ کاله ول.

په خیبر پښتونخوا کې د کورونا او د ماشومانو د نورو ناروغیو د واکسینونو د ادارې مشر ډاکټر محمد عارف پرون (د سېپټمېبر پر۱۹مه) مشال راډیو ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې په کورونا د اخته کسانو شمېر بیا په زیاتېدو دی نو ځکه دوی لازمه وګڼله چې د کورونا واکسین پينځه کلنو ماشومانو ته هم ورکړي.

نوموړی زیاتوي، په نورو صوبو کې پينځه کلنو ماشومانو ته د واکسینو د ورکولو لړۍ د سېپټېمبر له ۱۹مې پیل شوې خو په خیبر پښتونخوا کې به دا لړۍ له نومبر میاشتې پیلوي.

د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې چارواکي وايي، د واکسینو ورکولو بهیر به د روغتونونو ترڅنګ په سکولونو کې هم روان وي.

په پاکستان کې تر ۱۳۰ ميليونو زیات کسانو د کورونا دوه واکسینونه لګولي دي.

په دې هېواد کې د سېپټېمبر تر ۲۰مې پورې تر ۱۵ لکه او څه دپاسه ۷۱ زره زیات کسان په کورونا وايرس اخته شوي، ۳۰،۶۰۷ ورڅخه مړه شوي، خو ۱۵ لکه او څه دپاسه ۳۶ زره کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG