د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس: پاکستان کې ۷۰ ميليونه کسان بشپړ واکسين شوي


اسد عمر وايي، ۲۰۲۱ز کال لپاره يې د اووه کروړه کسانو واکسينولو هدف پورا کړو. انځور له ارشيفه
اسد عمر وايي، ۲۰۲۱ز کال لپاره يې د اووه کروړه کسانو واکسينولو هدف پورا کړو. انځور له ارشيفه

د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر وايي، هېواد یې د روان ۲۰۲۱ز کال لپاره ۷۰ مليونه (اووه کروړه) کسانو ته د کورونا وایرس د واکسینو ورکولو هدف پوره کړی دی.

اسد عمر چې د کورونا وایرس د مخنیوي او څار قامي ادارې (این سي او سي) مشر هم دی، د ډېسېمبر پر ۳۱مه پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې وفاقي حکومت د ۲۵۰ اربه روپو په لګښت واکسینونه تر لاسه کړل او ولس ته یې وړیا ورکړل.

اسد عمر ويلي، په اسلام اباد کې ۷۷ فیصده، پنجاب کې ۵۱ فیصده، ګلګت بلتستان کې ۴۶ فیصده، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې ۴۵ فیصده، بلوچستان کې ۴۲ فیصده، خېبر پښتونخوا کې ۴۱ فیصده او سېند کې ۳۷ فیصده ابادي واکسین شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د واکسینو وړ د ټولې ابادۍ ۴۶ فيصده کسان مکمل واکسین شوي او ۶۳ فيصده خلکو ته د کورونا وایرس واکسینو لږ تر لږه یو خوراک ورکړل شوی دی.

اسد عمر د ۲۰۲۱ز کال په مې مياشت کې ويلي ول چې حکومت يې اراده لري چې د روان کال تر پایه اووه کروړه کسان بشپړ واکسين کړي.

په پاکستان کې د کورونا وايرس واکسين لګول د ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ مياشتې راهیسې شورو کړل شوي او دا مهال په هغه هېواد کې ۱۲ کلن يا له هغه زيات عمر لرونکي کسان واکسينيږي.

اېن سي او سي په ملک کې د واکسين شویو خلکو د شمېر زياتولو لپاره پر هغه کسانو چې واکسين نه کوي، يو شمير محدوديتونه لګولي دي چې پکې د ځينې نورو ترڅنګ د ملک دننه په هوايي او ريلوی سفر بنديزونه هم شامل دي.

حکومت د واکسينو هدف په يو داسې وخت کې پوره کړی چې په هغه هېواد کې د کورونا وايرس اومېکرون بڼې کېسونه هم مخې ته راغلي دي.

د پاکستان د صحت ملي ادارې (نېشنل انسټېټوټ اف هېلت) د ډېسېمبر پر ۲۸مه په ټول هېواد کې د اومېکرون د ۷۵ کېسونو تصديق کړی وو.

اخوا په هغه هېواد کې شاوخوا يوه نيمه مياشت وروسته په يوه ورځ کې د کورونا وايرس د ۵۰۰ نه زياتې پيښې ثبت شوي دي. د کورونا وايرس په اړه د پاکستان حکومتي وبپاڼې د ډېسېمبر پر ۳۱مه ليکلي چې په تيرو ۲۴ ساعتو کې د کورونا وايرس ۵۱۵ پيښې ثبت شوي دي چې ورسره د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ راهيسې د ټولو وړجنو کسانو شمېر ۱۲ لکه ۹۵ زره نه اوړيدلی دی خو په هغه هيواد کې ۱۲ لکه ۵۶ زره نه زيات کسان له کورونا وايرسه بیرته رغيدلي هم دي.

په تير شواروز کې کوويډ-۱۹ ناروغۍ شپږ کسان وژلي دي چې ورسره په هغه هيواد کې د مړو شمير ۲۸،۹۲۷ ته ورسېد.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو.

په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړی کېس د۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه مخې ته راغلی و او لومړی تن ترې د مارچ په ۱۸مه، د مردان په منګا کلي کې مړ شوی و.

XS
SM
MD
LG