د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ۷۲،۰۰۰ ماشومانو ته د شري واکسين کېږي


يو ماشوم ته د شري واکسين کېږي (انځور له ارشيفه)
يو ماشوم ته د شري واکسين کېږي (انځور له ارشيفه)

د افغانستان د ننګرهار ولايت په څلورو ولسوالیو کې د سېپټېمبر پر درېيمه د شري ناروغۍ د مخنیوي په موخه ماشومانو ته د واکسینو ورکولو کمپاین پیل شو.

د ننګرهار د عامي روغتيا مشر ډاکټر امير محمد افتاب د سېپټېمبر پر درېیمه مشال راډيو ته وويل چې په دې کمپاين کې ۳۰۰ روغتيا پالان برخه اخلي او نېږدې ۷۲،۰۰۰ ماشومانو ته به د شري ناروغۍ واکسین ورکول کېږي.

دا کمپاين به تر شپږو ورځو پوري جاري وي. د ډاکټر افتاب په خبره، د ننګرهار په څلورو ولسواليو لال پورې، چپرهار، سره رود او حصارک کې د شري ناروغان له نورو سیمو زيات دي.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې تر دې مهاله ۶،۵۰۰ ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي چې ۴۱ ماشومان ترې مړه شوي هم دي.

روغتیايي چارواکي وايي، د ولايت په نورو ولسواليو او د هېواد په نورو برخو کې به د سېپټېمبر په اخري کې د شري ناورغۍ واکسیني کمپاين ترسره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG