د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د سدې مشرانو د امن لپاره پر حکومت او ولس د همکارۍ غږ کړی


په کورمه کې تر دې وړاندې هم د امن لپاره د سني او شعیه مسلکو ترمنځ غونډې او جرګې شوې دي. (انځور: ارشیف)
په کورمه کې تر دې وړاندې هم د امن لپاره د سني او شعیه مسلکو ترمنځ غونډې او جرګې شوې دي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د سدې سیمې مشرانو پر حکومت او ولس غږ کړی چې په سیمه کې د امنیت پر ځای ساتلو لپاره دې همکاري او مرسته وکړي.

دې مشرانو دا غوښتنه د اګست پر ۲۸مه په هغه غونډه کې کړې چې د خپلې سیمې د امنیت په اړه یې د بحث لپاره جوړه کړې وه.

دوی ویلي چې په شخصي شخړو کې له خپل دښمنه بدل اخیستل، قهرجنې مظاهرې او د جلسې او لاریونونو پر مهال کرکجنې ویناوې په سیمه کې د ستونزو ډېرېدو ته لمن وهي.

یو ځایي قبایلي مشر امجد علي بنګش د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې سده یو کاروباري مرکز دی او بله دا چې په دې سیمه کې د مختلیفو محکمو دفترونه، تعلیمي ادارې او لوی سرکاري هسپتال موجود دی.

د ده په وینا، چې کله هلته حالات خراب شي نو نه یوازې تجارتي هلی ځلی ودرېږي بلکی عمومي ژوند هم ورسره ډېر متاثره کیږي.

د سدې مشرانو دا غږ له هغه وروسته کړی چې د اګست پر ۲۵مه په دې سیمه کې داسې کړکېچ رامنځ ته شو چې عامو خلکو ته پکې تر مرګ ژوبلې اوښتو وروسته پر ګرځېدو بندیز ولګول شو.

په دې بازار کې خلک تر هغې وروسته وپارېدل چې یوې ډلې د پیسو لانجې پر سر پر دوو کسانو د مذهب سپکاوي تور پورې کړ.

ځايي چارواکو او عامو خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې تورنو کسانو لومړی په یوه دوکان کې پناه واخیسته خو چې د بلوه ګرو زور زیات شو نو پولیس ورغلل او دواړه کسان یې تاڼې ته ولېږدول.

د دې پېښې عیني شاهدانو مشال راډیو ته ویلي وو چې پارېدلو خلکو چې په تاڼې د ننوتو هڅه وکړه نو پولیسو یې د منتشرولو لپاره هوايي ډزې وکړې.

خو د سدې روغتون ډاکتر رحیم ګل مشال راډیو ته وویل، په تاوتریخوالي او ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي.

ده وویل، "د پولیسو او عوام ترمینځ تصادم شوی دی. وژل شوی یو کس جاوېد دی او بل نجیب نومېږي. زما په خیال دواړه د سدې اوسېدونکي دي."


د عیني شاهدانو او چارواکو په وینا، پارېدلو کسانو تاڼه محاصره کړې وه او هلته یې اته ګاډي وسوځول.

د کورمې انتظامیې تر دې پېښه وروسته ګرځبندیز ولګاوی کوم چې د اګست پر ۲۷مه د حالاتو تر عادي کېدو وروسته لرې کړل شو.

د کورمې د سدې یو قبایلي مشر ملک عبد الولي خان مشال راډیو ته وویل چې دا ګرځبندیز د دوی، انتظامیې او امنیتي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو په نتیجه کې ختم شوی دی.

خو ده وویل چې د دې مطالبو پوره کول د حکومت ذمه واري ده چې پر خلکو د ډزو تحقیقات وکړي، مړو او ژوبلو ته معاوضه او د مذهب سپکاوي په تور نیول شويو کسانو ته له قانون سره سمه سزا ورکړي.


ملک عبدالولي خان د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې که څوک جلسه یا جلوس ایستل غواړي نو باید لومړی له حکومت څخه اجازه واخلي.

د ده په وینا، دا باوري کول بیا د حکومت ذمه واري ده چې دا جلسه او جلوس په سوله ییزه توګه سر ته ورسېږي.


د کوزې کورمې مرستیال کمېشنر فضل ودود په دې اړه له مشال راډیو سره له خبرو ډډه وکړه او نه هم د پولیسو ضلعي مشران خبرو ته تیار شول.

خو یو امنیتي چارواکي د نوم او غږ نه ورکولو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا دوی ذمه واري ده چې په سیمه کې هر چا ته تحفظ ورکړي او خلک په ازاده تګ راتګ، کاروبار، ټولنیز او مذهبي رسومات وکړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG