ډاکتر شکيل: سيندونه خپلې لارې نه بدلوي
دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې ډاکټر شکيل مېلمه کړی دی چې په پاکستان کې د اوبو په ملي شورا کې د خيبر پښتونخوا استازي دی. نوموړي د اوبو په سياست کې لوړې زده کړې له بهره ترلاسه کړي دي. ډاکټر شکیل مشال راډیو ته وویل چې سيندونو له زرګونو کلونو راهيسي خپل لاره جوړه کړې وي، خو په دې وروستيو کلونو کې د وچکالۍ له وجې خلکو په خوړونو او سيندونو کې ودانۍ جوړي کړي او دا خبره يې هېره کړې چې دا علاقه د سيندونه ده. ډاکټر شکيل زياته کړه چې بايد حکومت په خيبر پښتونخوا کې تر ۲۰۱۰ز کال وروسته د سيندونو د خوندې ساتلو قانون عملي کړي. ده په خپرونه کې د وروستیو سېلابونو او په صوبه کې د زيانونو په وجوهاتو تفصیلي خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
برخې
-
دسمبر 18, 2025اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
-
دسمبر 11, 2025خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر 04, 2025اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري 09, 2025بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري 26, 2025د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟