د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کییف ته تللی


د امریکا بهرنیو چارو وزیر په کییف کې د یوې جنګځپلې سیمې څخه لیدنه کوي: انځور د سېپټېمبر اتمه، کال ۲۰۲۲
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په کییف کې د یوې جنګځپلې سیمې څخه لیدنه کوي: انځور د سېپټېمبر اتمه، کال ۲۰۲۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن پرون (سېپټېمبر اتمه)په یوه ناڅاپه دوره کییف ته رسېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا اوکراین او ځینو اروپایي هېوادونو سره د نورو ۲.۶۷۵ اربو ډالرو د مرستو ژمنه کړې.

بلېنکن چې د پولینډ له لارې د اوکراین مرکز کییف ته لاړو هلته یې د ولسمشر وولودو میر زېلېنسکي سره تر دوو ساعتو ولیدل. له دغې وروسته زېلېنسکي ادعا کړې چې اوکرایني عسکرو په شمال، جنوب او ختیز کې ګڼې سیمې ازادې کړي.

د شپې پر مهال په خپله په وېنا کې زېلېنسکي دا هم ویلي چې د سېپټېمبر د لومړۍ نیټې راهیسې له ۱۰۰۰ مربع کلومیټر نه زیاته سیمه یې ازاده کړې، او په شرقي خارکیف سیمه کې یې بالاکلیا سیمې د بیا نیولو اعلان کړی، دغه ښارګوټی د تېر مارچ میاشت کې روسي عسکرو نیولی وو.

بلخوا یو ځایي روس پلوه چارواکي ویتالي ګنخېف دغه دعوه ناسمه بللې او د روسیې سرکاري ټیلیوېژن سره یې په خبرو کې ویلي چې روسي عسکرو د بالاکلیا د نیولو پر مهال د اوکرایني عسکرو مقابله کړې او دا چې دغه سیمه لا هم د روسي عسکرو سره ده.

بلخوا یو اوکرایني پوځي مشر اولېکسي هروموف ویلي چې د خارکیف ګیر چاپيره د دوی عسکر ۵۰ کلومیټره پر مخ هغو سیمو ته تللي چې روسي عسکرو نیولي او د ۴۰ زیات ښارګوټي او کلي یې ازاد کړي دي. خو لا هم د دغو دعوو په خپلواکه توګه تصدیق نه دی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG