د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د هرات په برید کې د مړو شمېر ۲۰ ته رسېدلی


دا برید د سېپټمبر پر دویمه د هرات ښار د ګازرګاه سیمې په جومات کې وشو. تر اوسه یې چا زمه واري نده منلې.
دا برید د سېپټمبر پر دویمه د هرات ښار د ګازرګاه سیمې په جومات کې وشو. تر اوسه یې چا زمه واري نده منلې.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په هرات کې په شوي برید کې د وژل شوو شمېر اوس لږ تر لږه ۲۰ ته رسېدلی دی.

د دوی په وینا، په وژل شویو کې مشهور طالب پلوه دیني عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري او د هغه ورور هم شامل دي.

دا برید د سېپټمبر پر دویمه د هرات ښار د ګازرګاه سیمې په جومات کې وشو. تر اوسه یې چا زمه واري نده منلې.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سېپټمبر پر دویمه ناوخته پر ټویټر لیکلي چې دوی په تېرو څو ورځو کې د هېواد په لویدیځ کې د داعش ډلې د وسله والو پرضد یو لړ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د دې ډلې یو شمېر غړي وژل شوي هم دي.

د ده په وینا، د مولوي انصاري د خونديتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي وو او هغه ته زغره وال موټر هم ورکړل شوی و.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په پخواني نظام کې د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د ګازرګاه په جومات کې چاودنه غندلې خو دواړو د مولوي انصاري یادونه نده کړې.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس په ګډون ځینو رسنیو د هرات د سیمه ییزو چارواکو له خولې خبر ورکړی چې په دې چاودنه کې لږترلږه ۴۶ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG