د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپين بولدک کې سیلاب ۲ کسان وژلي دي


د کندهار سیلابونه (انځور له ارشيفه)
د کندهار سیلابونه (انځور له ارشيفه)

د افغانستان د کندهار ولايت په سپین بولدک ولسوالۍ کې په تېرو دوه ورځو کې د سېلابونو له امله ۲ کسان مړه او ۴ زخمیان شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکيو داګست پر ۲۹مه رسنیو ته ویلي چې د سیلابونو له امله نیږدې ۱۵۰۰ کورونه هم زیانمن شوي دي.

د سپین بولدک ګڼو اوسېدونکیو بیا مشال رېډیو ته ویلي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې دغلته سیلابونو زیانونه اړولي او د دوی کورونه او کرنیزې ځمکې يې هم زیانمنې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستئ یوه میاشت کې د افغانستان په نيږدې ټولو ولایتونو کې سختو اورښتونو او خونړیو سیلابونو لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله او د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو په ګډون يې سلګونه کورونه ویجاړ کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG