د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: روسي ځواکونه د ملګرو ملتونو د څارونکو په لاره کې "پارونه" کوي


وولودیمیر زېلېنسکي وویل چې د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر کنټرول لاندې د اټومي مرکز شا وخوا "بمباري" دوام لري. پخوانۍ انځور
وولودیمیر زېلېنسکي وویل چې د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر کنټرول لاندې د اټومي مرکز شا وخوا "بمباري" دوام لري. پخوانۍ انځور

د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړی چې روسي ځواکونه په هغه لاره کې "پارونه" کوي چې د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې د څارونکو یوه ډله له کییف حخه د روسیې تر کنټرول لاندې زاپوریژیا اټومي مرکز ته د ورتګ پر مهال ورڅخه تېرېږي.

وولودیمیر زېلېنسکي د اګست پر ۳۰ مه ناوخته دا هم وویل چې د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر کنټرول لاندې د دغه اټومي مرکز شا وخوا "بمباري" دوام لري. زیلینسکي دا خبرې وروسته له هغې کړې چې د هغه دفتر د ورځې په پیل کې اعلان وکړ چې نوموړی به د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) له مشر رافایل ګروسي او یوشمېر نورو کارپوهانو سره ویني.

د ادارې ډله یوه شپه مخکې د اوکراین مرکز کییف ته په بیړني توګه په دې خاطر و رسېده چې د اټومي مرکز د امنیت جاج واخلي. زیلینسکي وویل:"د روسیې د اقداماتو له امله د اټومي ناورین خطر د یوه ساعت لپاره هم نه دې ليرې شوی."

تمه کېږي چې د اټومي انرجۍ نړیواله اداره ژر تر ژره نېږدې ۵۰۰ کيلومیټره د زاپوریژیا مرکز ته سفر وکړي خو دا لا معلومه نه ده چې ایا روسیې ځواکونو به ورته هلته د تګ اجازت ورکړي که څنګه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG