د اوکراین دولتي اټومي شرکت ویلي چې د روسيې له خوا د اوکراین په نیول شوې زپوريژیا سيمه کې يې دوې اټومي بټۍ بیرته له برېښنا کوټ سره وصل کړې دي.
دا له هغه وروسته ده چې دا دواړې بټۍ په تاریخ کې په لومړي ځل د اګست پر ۲۵مه د اورلګېدنې له کبله بندې کړل شوې وې.
اوکراین ویلي وو چې دا اور د روسيې له خوا د بمبارۍ له کبله لګېدلی وو.
خو روسیې دا تور رد کړی دی او په دې سیمه کې د روسیې له خوا ګومارل شویو چارواکو ویلي چې دا کار د اوکراین ځواکونو کړی دی.
هغه برېښناکوټ د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل شاوخوا دوه اوونۍ وروسته د روسیو ځواکونو لاسونو ته ولوېد او له هغه وخت راهیسې یې تر کنټرول لاندې دی خو اوکراینیو انجینېرانو ته یې هلته د پاتې کېدو او د کارخانې چلولو اجازه ورکړې ده.