د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سيلابونه: ملګرو ملتونو د ۱۶۰ ميليونو ډالرو د مرستو خواست کړی


انتونيو ګوتريش ويلي، د پاکستان میلیونونه سيلاب ځپلي د نړۍ شریک پام او لومړیتوب ته اړتيا لري. پخوانی انځور
انتونيو ګوتريش ويلي، د پاکستان میلیونونه سيلاب ځپلي د نړۍ شریک پام او لومړیتوب ته اړتيا لري. پخوانی انځور

ملګرو ملتونو په پاکستان کې له سيلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۶۰ میلیونه امريکايي ډالرو خواست کړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د اګست پر ۳۰مه په ویډیويي پيغام کې ویلي چې د اقلیمي ناورین له کبله په پاکستان کې اغېزمن شوي میلیونونه خلک د نړۍ شریک پام او لومړیتوب ته اړتيا لري.

نوموړي زیاته کړه چې د دې پیسو له لارې به د پینځه اشاريه دوه ميليونو کسانو لپاره خواړه، اوبه، د پاکۍ نظام، تعلیم او روغتيا سهولتونه برابرول کېږي. هغه اقليمي بدلون يو ناورين وباله او زیاته يې کړه چې جنوبي اسيا د اقليمي کړکېچ يو له مهمو خطرناکو ځايونو څخه دی.

ښاغلي ګوتريش زیاته کړه: "د دغو خطرناکو ځايونو اوسېدونکي له اقليمي اثراتو څخه د مړه کېدو ۱۵ چنده زیات احتمال لري."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادرې (پي ډي اېم اې) ويلی چې د جون له ۱۴مې راهيسې د اګست تر ۲۹ پورې د سیلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۱۳۶ ته رسېدلی دی.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اګست پر ۲۹مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې په بارانونو او سيلابونو کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان وژل شوي دي او د ده په وينا، ۳۳ ميليونه اغېزمن شوي دي.

د پاکستان حکومت د سيلاب سره د تړلو چارو د همغږې کولو لپاره د د نېشنل فلډ رسپانس اېنډ کوارډينېشن په نوم نوی مرکز اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د اګست پر ۲۹مه نېټه د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د واکمن ګوندونو په غونډه کې شوې ده.

په غونډه کې د پوځ مشرتابه، د ټولو صوبو اعلا وزیرانو، وفاقي وزیرانو او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکيو ګډون وکړ.

د غونډې په اړه شهباز شريف د اګست پر ۲۹مه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د مرکز کار به د طبعي ناورينونو د مخنيوي ادارې، د حکومتي او مرستندويه ادارو ترمينځ د پل رول اداکوي.

په پاکستان کې د جون په میاشت کې د وسې او ورپسې د پشکال د بارانونو او سيلابونو له وجې ځاني او ملي زیانونه اوښتني دي. تر ټولو زیات زیان سيند او بلوچستان او ورپسې په خيبر پښتونخوا کې رسېدلی دی. سيلابونو د پنجاب په جنوبي ضلعو کې هم تاوان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG