د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سارک هېوادونه باید د طبعي ناورین پر وړاندې ګډ کار وکړي'


د پاکستان او هند مشرانو په داسي حال کې ټيليفوني خبرې کړې چي په نيپال او له دې هېواد سره د هند په جوختو سيمو کې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې زلزله راغلې وه.

پاکستاني او هندي مشرانو پردې وړاندېز خبري کړي چې په سيمه کې له طبعي ناورینينو څخه د رسېدونکو زيانونو کمولو په خاطر بايد د سهېلي آسيا همکارۍ سازمان سارک په کچه په ګډه کار وشي.

دا خبره د پاکستان وزيراعظم او د هغه هندي سيال نرېندر مودي په ټيليفون کړې دي. نواز شريف نرېندر مودي ته د زيارت په ورځ ټيليفون وکړ.

نرېندر مودي پخپله ټوټر ويبپاڼه ليکلي چې د خبرو پر مهال ده نواز شريف ته وړاندېز ورکړ چې سارک سازمان کولئ شي هر کال په ګډه داسې تمرينونه وکړي چې له مخي يې په طبعي ناورينونو کې د رسېدونکو زيانو کچه راکمه کړل شي.

نوموړې پر مخ ليکي چې پاکستاني مشر د ده وړاندېز وستايلی او ویې ويل چې بايد دوی په دې اړه ګامونه پورته کړي.

دواړو مشرانو په داسي حال کې ټيليفوني خبرې کړې چي په نيپال او له دې هېواد سره د هند په جوختو سيمو کې شاوخوا يوه اوونۍ مخکې زلزله راغلې وه.

تازه شمېري ښيي چې په زلزله کې شاوخوا پنځه نيم زره کسان مړه شوي دي. هند، پاکستان، چين، امريکا او ځيني نور هېوادونه هلته مرستنويه کارونو کې بوخت دي.

د کراچۍ پوهنتون د نړېواله اړيکو د څانګي استاذه ډاکټر خالده غوث د سارک په سطح د طبعي ناورينونو له وجي د رسېدونکو زيانونو د مخنیوي په اړه د سارک په کچه د ګامونو پورته کولو ګام ستايي.

( زما په فکر هند او پاکستان ته پکار وو چې د سارک هېوادونو په سطح يې دا کار ډير له مخه کړی وايه. دا ځکه چې د طبعي ناورېنونو په اړه ددې تنظيم تخنکي کميټياني وار له مخه شته او رپورټونه يې هم راغلي دي او يو پوره انتظامي څانګه هم لري. تاسو وګوری په نيپال او هند کې د طبعي ناورين اثرات ولېدل شو. دا شان په پاکستان کې هم سيلابونه او زلزلې راغلي دي. زموږ

وزيراعظم چي رابطه کړې ده دا د يوې غير سياسي مسيله په اړه ده. نو پکار ده سميځ هېوادونه په دغسي غير سياسي ستونزو کې سره رانږدې شي او په ګډه کار وکړي نو دابه ښه خبره وي ځکه دا هغه ستونزي دي چې مخامخ خلک ځپي چي بيا يې په نتيجه کې انساني بحران راپيدا شي)

د جنوبي آسيا همکاری سازمان سارک په بيلا بيلو برخو کې تړونونه ، کاري ډلي او څانګي جوړي کړي خو کارپوهان وايې چي د هند او پاکستان دوه اړخيرو لانجو دغه سازمان يوډول بې اغيزه کړی دی.

ډاکټره خالده غوث وايې بايد د طبعي ناورينونو ته واکمنان له بشري اړخه وګوري.

(موږ دا هيله لرو د واکمنانو ذهنونو بايد پراخ وي. بې شکه سياسي خبري په منځ کې راځي خو طبعي ناورېنونه هغه څه دي چې اغيز يې مخامخ د خلکو پر ژوند کيږي. نو دوی به تر څو پوري هر شۍ يرغمل ساتي. سمه ده تاسو معاشي همکاری يرغمل کړېده او موږ دا منو خو دلته خو د انسان د ژوند مسيله مطرح ده نو داخو مه يرغمل کوی.)

د نيپال او هند پرته پاکستان د جنوبې آسيا د همکاری سازمان سارک هغه غړی هېواد دی چې پکې نږدې هر کال سیلابونه او طوفاني بارانونه زيانونه رسوي. په خېبر پښتونخوا کې په تازه بارانونو او سيلابونو کې شاوخوا پنځه څلويښت کسان وژل شوي او په سلګونه ټپيان دي.

XS
SM
MD
LG