د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د اېټمي انرژۍ ادارې ډله د اوکراین اېټمي بټۍ لیدو ته ځي


د ای اې اي اې مشر رفاییل ګروسي د اګست په ۲۹ مه پر ټویټر لیکلي، وخت را رسېدلی او د زپوریژیا اېټمي بټۍ کتنې ته د دې ادارې د ماهرینو یوه ډله په لاره ده.
د ای اې اي اې مشر رفاییل ګروسي د اګست په ۲۹ مه پر ټویټر لیکلي، وخت را رسېدلی او د زپوریژیا اېټمي بټۍ کتنې ته د دې ادارې د ماهرینو یوه ډله په لاره ده.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د اېټمي انرژۍ ادارې (ای اې اي اې) یوه ډله د روانې اوونۍ په پای کې د اوکراین په جنوب کې زپوریژیا اېټمي بټۍ لیدو ته ورشي.

یاده سیمه چې د روسیې تر ولکې لاندې ده پکې مخ په زیاتېدونکې جګړې له دې اېټمي بټۍ څخه په لویه کچه د اېټمي تابکارۍ خورېدو اندېښنې پارولې دي.

د ای اې اي اې مشر رفاییل ګروسي د اګست په ۲۹ مه پر ټویټر لیکلي، وخت را رسېدلی او د زپوریژیا اېټمي بټۍ کتنې ته د دې ادارې د ماهرینو یوه ډله په لاره ده.

روسیې سږکال د فرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین بې له څه وجې یرغل پیل کړی او د دې لږه موده پس یې دا سیمه قبضه کړې چې پکې یاد اېټمي مرکز هم دی.

رفاییل پر ټویټر زیاته کړې، پکار ده چې موږ د اوکراین او د اروپا د تر ټولو لوی اېټمي مرکز د تحفظ او امنیت ساتنه وکړو.

په دې اړه اندېښنې له هغه وروسته زیاتې شوې چې په دې ورستیو اوونیو کې کیېف او ماسکو پر یو بل د هغو راکټي بریدونو تورنه ولګول چې د اوکراین په جنوب کې د دې اېټمي مرکز په خوا او شا کې وشول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG