د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند صوبې سېلاب ځپلي د خېمو له کمي او لوړو بیو سر ټکوي


په سیند صوبه کې د سېلابونو تر راتګ وروسته په بېلا بېلو سیمو کې خلکو په سرکاري ودانیو او د اورګاډو په تمځایونو کې پناه اخیستې دي.
په سیند صوبه کې د سېلابونو تر راتګ وروسته په بېلا بېلو سیمو کې خلکو په سرکاري ودانیو او د اورګاډو په تمځایونو کې پناه اخیستې دي.

په پاکستان کې د سېلاب ځپلو سیمو خلک په داسې وخت کې د خېمو له کمي سر ټکوي چ هلته په دې وروستیو کې سیلابونو په میلیونونه خلک بې کوره کړي او هغوی د ژوند کولو لپاره خیمو ته ډېره اړتیا لري.

په سیند صوبه کې د سېلابونو تر راتګ وروسته په بېلا بېلو سیمو کې خلکو په سرکاري ودانیو او د اورګاډو په تمځایونو کې پناه اخیستې دي.

د سیند په دادو کې د اورګاډي یا ريلوې سټيشن بهر د یوې کورنۍ مېرمنې شازيه ميرانۍ مشال راډیو ته وویل چې یو پلو یې سېلاب کور وران کړی او بل پلو خېمه نشي ترلاسه کولای.

دې وویل، "په سيند کې دومره باران وشو چې زموږ ټول کورونه ډوبه شول ،هیڅ شی نه دی پاتې، اوس باران بند شوی خو حکومت تراوسه خيمې نه دي راکړي او دلته تر شنه اسمان لاندې پراته یو."

نوموړې د خبرو پر مهال پوښتنه وکړه چې په یوه خيمه کې درې، څلور کورنۍ څنګه ژوند کولای شي؟

نوموړې زیاته کړه چې، " موږ پخپله د خیمو اخستو هيڅې کړې دي‌ خو په ښار کې د څلور زره روپيو یوه خیمه اوس مهال په ۱۵ او۲۰ زره روپۍ ده."


دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي‌ افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي‌ چې د اګست پر ۲۸مه په ټول ملک کې د سېلاب له کبله د مړو شمېر ۱۰۴۱ رسېدلی دی.

د یادې ادارې په وینا، په ملک کې په مجموعي‌ توګه نژدې یو میلیون کورنه زیامن شوي‌ او تر درې کروړه او ۳۰ لاکه زیات خلک بې کوره شوي دي. د دوی په خبره، یوازې په سيند صوبه کې تر يو کروړ ۴۵ لاکه زيات خلک بې کوره شوي دي.

د سيند حکومت وايي دوی په بيړنې توګه د سيلاب ځپلو خلکو لپاره یو میلیون خیمو ته اړتیا لري.

د سيند اعلا وزير مراد علي شاه د اګست پر ۲۹ مه په دادو کې خبريالانو ته وویل چې د سيلاب ځپلو خلکو لپاره يي د خيمو کلي جوړولو کار پيل کړی دی.

ده وویل، " تر اوسه مو یو لاک پنځه زره خیمې ویشلې دي ، موږ خیمو ته سخته اړتیا لرو، میلیونونه خلک بې کوره دي ،يوازي حکومت د سېلاب ځپلو خلکو بحالي نه شي کولای، نړيواله ټولنه هم مرسته کوي."

نوموړي د خېمو په قېمتونو کې د زیاتوالي په اړه وویل، "هغه کسان چې دلته ګران بيه خيمې خرڅوي ،ټولو ادارو ته مې لارښوونه کړې ده چې د هغوي پرضد سخت ګامونه واخلي."

مراد علي شاه وویل، زما په خپل کلي کې خلکو تر اوسه خیمې نه دي ترلاسه کړي ،ځکه چې موږ د خيمو کمی لرو او اړتیا ډیره ده.

د کراچۍ په بولډن مارکيټ کې د خيمو خرڅوونکی سيف الله خان داګست پر ۲۹ مه د خېمو دبیو زیاتوالي په اړه مشال راډيو ته وويل، "د خيمو ټول سامان له پنجاب څخه راځي، د سيلابونو له کبله اوس لارې بندې دي، نو مالونه نه راځي، بيا چې په کراچۍ کې کومې کارخانې خيمې جوړوي، هغوي مالونه ګران کړي."

د ده په وینا، دا کارخانې حکومت او غير سرکاري ادارو ته په لویه پيمانه د خيمو ورکولو کار پيل کړي نو له دې کبله موږ يا عامو خلکو ته اوس نه رسېږي.

په کراچۍ کې خبريال او څيړونکی ضياالرحمان وايي، په پاکستان کي دا لومړۍ ځل نه دی چې د خيمو بیې لوړې شوې دي.

ده وویل، " تر دې وړاندې په زلزله او سيلابونو کې هم داسې حالات وو چې کم توکو ته خلک اړتيا لري د هغوی نرخونه لوړ شي."

ده وویل، په دې اړه په پاکستان کې قانون شته خو د ده په وینا عملي‌کېږي نه. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو له پاکستان سره د زلزلې پر تاوانونو غمرازي کړې او پاکستان د مرستو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG