د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې سېلاوونو ځاني او مالي زيانونه اړولي


 د خيبر پښتونخوا په سوات کې سېلاوونو سلګونه کورونه او دوکانونه زيانمن کړي دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اګست ۲۴مې انځور
د خيبر پښتونخوا په سوات کې سېلاوونو سلګونه کورونه او دوکانونه زيانمن کړي دي ــ د ۲۰۲۲ز کال د اګست ۲۴مې انځور

د خیبر پښتونخوا په سوات، شانګله، کوهستان، ډېره اسماعيل خان، ټانک او جنوبي وزيرستان کې د روانو سېلاوونو له وجې لوی مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د خيبر پښتونخوا ژغورونکې ادارې ۱۱۲۲ ويلي چې په تېرو دریو ورځو کې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې تر بارانونو وروسته راغلو سېلاوونو تر ۳۰ زیات کسان وژلي دي.

د دې ادارې وياند بلال فيضي نن (اګست پر ۲۶مه) مشال راډيو ته وويل چې زیاتره وژل شويو کسانو په سېلابي اوبو کې د لاهو کېدو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي زياته کړه چې دا مهال په کابل او سوات سیندونو کې د سېلاو د سختو څپو راتلو اټکل شوی نو د سوات نوښار او چارسدې ضلعو له هغو سیمو څخه د خلکو د ايستو چارې پيل شوي چې د سیندونو پر غاړو اباد دي.

د فيضي په خبره، دا راز د سوات ، ټانک او ډیره اسماعيل خان له هغو سيمو څخه په زرګونو خلک ايستل شوي او خوندي ځايونو ته رسول شوي چې کورونه يې ړنګ شوي ول.

په سوات کې د اګست پر ۲۵مه سېلاوي اوبه په سوات سيند ګډې شوې چې يوشمېر هوټلونو او هټيو ته يې زيان واړاوه. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې سېلاوونو ځينو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې خو کره شمېر يې لا نه دی په ډاګه شوی.

پر ټولنيزو رسنيو په ورکړل شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د سېلاو اوبه په سوات سيند کې پر ورګډېدو سربېره د ښار پر سړکونو ولاړې دي او د خلکو کورونه او دوکانونه يې اغېزمن کړي دي.

اخوا د خيبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو ډېره اسماعیل خان، ټانک او جنوبي وزیرستان اوسېدونکو تېر مازیګر (د اګست پر ۲۵مه) مشال راډیو ته وویل، سېلاوونو سلګونه کورونه او ودانۍ ړنګې کړې دي.

دوی وايي، د سختو سېلاوونو له وجې له نورو ښارونو سره د ډېره اسماعیل خان رابطه پرې شوې ده او مرستندویه ډلې ورته په رسېدو کې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي.

د ټانک یوه اوسېدونکي رفیق اعظم مشال راډيو ته وویل، په تېرو دوو ورځو کې د بارانونو له وجې په هغه ښار کې سېلاو راغلی دی او د کمر نړېدو له کبله جنوبي وزیرستان ته تلونکی سړک تړلی دی. د دواړو ښارونو انتظامي چارواکي وايي، مرستندویه چارو ته یې دوام ورکړی دی.

اخوا د جنوبي وزیرستان په یوشمېر برخو کې د سېلاوونو له کبله عمومي لارې تړلې دي. د هغې ضلعې انتظامي مشر امجد معراج وايي، حکومتي کارکوونکو په ځینو برخو کې سړکونه خلاص کړي دي او له اغېزمنو سره مرستې کوي.

نوموړي پرون مشال راډیو ته وویل، انتظامیې په جنوبي وزیرستان کې تر دوو ورځو پورې د ښوونځیو تړلو اعلان کړی دی.

په همدې حال کې د سیند صوبايي حکومت د بارانونو او سېلاوونو له وجې د اګست پر ۲۶مه او ۲۷مه هم د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو د تړلو فیصله کړې ده. د تعلیمي چارو وزیر سردار شاه پرون وویل، د یوشمېر ضلعو په ښوونځیو او کالجونو کې د سېلاو اوبه جمع شوې دي او حکومت په نورو ځایونو کې تعلیمي ادارې د بې کوره شویو په کیمپونو بدلې کړې دي. په سیند کې د اګست پر ۲۴مه او ۲۵مه هم تعلیمي ادارې تړلې وې.

بلخوا په بلوچستان کې هم د پشکال یا وسې د بارانونو له کبله سلګونه کسان وژل شوي دي. په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې په صوبه کې د پشکال بارانونو له کبله د اګست تر ۲۲مې لږ تر لږه ۲۲۵ کسان وژل شوي ول. په وژل شویو کې ۱۰۵ سړي، ۵۵ ښځې او ۶۵ ماشومان شامل دي. د دې تر څنګ لږترلږه ۹۵ کسان نور ټپي شوي هم دي.

د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده. د پاکستان دولتي راډیو پرون د وزیراعظم شهباز شریف د دفتر په حواله وویل، بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او مالي ادارو له سېلاو ځپلو سره تر ۵۰۰ مېلیونه ډالرو زیاتې مرستې اعلان کړې دي.

دولتي راډیو زیاتوي، نن د وزیراعظم په مشرۍ د ټولو صوبو د اعلاوزیرانو په بیړنۍ غونډه کې له سېلاو ځپلو سره د مرستو په اړه بحث کېږي.

XS
SM
MD
LG