د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا اوکراين ته د ۳ اربه ډالرو پوځي مرسته ورکوي


روسي پوځ د ۲۰۲۲ز د جولای پر ۳۱مه د اوکراين په دويم لوی ښار خارکيف کې د هستوګنې پر يوه سيمه بمباري وکړه.
روسي پوځ د ۲۰۲۲ز د جولای پر ۳۱مه د اوکراين په دويم لوی ښار خارکيف کې د هستوګنې پر يوه سيمه بمباري وکړه.

تمه ده چې د روسي پوځيانو په شا تمبولو لپاره امريکا له اوکراين سره د درې اربه ډالرو په اندازه د امنيتي مرستو يو نوی پیکېج اعلان کړي.

يو امريکايي چارواکي، چې نوم يې نه دی ښوولی، رسنيو ته ويلي ډېر امکان دی چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د مرستو اعلان د اګست ۲۴مه وکړي.

دا نېټه د اوکراين د خپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري.

د فېبرورۍ له ۲۴مې راهيسې، چې روسيې پر اوکراين يرغل کړی دی، د هغه هېواد لپاره د امريکايي مرستو دا پیکېج تر بل هر وخت لوی ګڼل کېږي.

له اوکراين سره د امريکايي پوځي مرستو په نتيجه کې اوکراينې سرتېري توانېدلي چې د هېواد په ختيځ کې روسي عسکر وځپي. امریکايي چارواکي البته له اوکراين سره د نويو مرستو په ترڅ کې د پوځي سامان په اړه تفصيل نه دی ورکړی.

امريکا د ۲۰۲۲ز له فېبرورۍ راهيسې له اوکراين سره د ۱۰،۶ اربه ‌ډالره په اندازه پوځي مرستې کړې دي.

بلخوا جرمني هم د اګست پر ۲۴مه ويلي چې ډېر ژر به د ۵۰۰ مېليونه یورو پوځي سامان اوکراین ته ورکړي.

امریکا او جرمني دا اعلانونه پر داسې وخت کړي چې اوکراینی ولس د اګست پر ۲۴مه له پخواني شوروي اتحاده د خپلواکۍ ترلاسه کولو ۳۱مه کلیزه لمانځي.

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د اوکراين د خپلواکۍ پر ورځ پر خپل هېواد د روسيې د تازه او شديدو بريدونو خبرداری ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG