د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: روسیه ښايي‌ د اوکراین د خپلواکۍ تر کلیزې وړاندې د جدي بریدونو تیاری کوي


د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په داسې حال کې څرګندونې کړې دي چې روسيو ځواکونو د اوکراین په ختیځ او جنوبي سیمو کې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په داسې حال کې څرګندونې کړې دي چې روسيو ځواکونو د اوکراین په ختیځ او جنوبي سیمو کې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي پر خپل دې خبرداري ټینګار کړی چې مسکو ښايي د اوکراین د خپلواکۍ له ۳۱مې کلیزې مخکې د نورو جدي بریدونو لپاره تیاری ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې روسيو ځواکونو د اوکراین په ختیځ او جنوبي سیمو کې بمبارۍ ته دوام ورکړی دی.

د اوکراين د پوځ یو مشر د اګست پر ٢٢مه په خپل ورځني بیان کې وويل چې د روسيې د توپچي او ګڼ راکټ لانچر سېسټمونو په ختيځ بخموت کې د سولېدار، زېڅېف او بېلوهوريفکا په سيمو کې زيانونه اړولي دي.

پوځي چارواکي زیاته کړې چې روسیو ځواکونو د ختیځ لوهانسک او دونېڅک سیمو د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو او د خېرسون ښار، خارکیف، زپورېژیا او مېکولاییف د ځینو سیمو نیولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي.

د سیمې والي ویلېنتین رېزنیچېنکو د اګست پر ۲۱مه پر ټېلېګرام لیکلي چې نېکوپول ښار چې د زپورېژیا له اېټمي بټۍ څخه د دنیپر سیند په اوږدو کې پروت دی، تېره شپه پرې په پینځو مختلفو وختونو کې بمباري شوي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG