د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مخکښ شهباز ګل ګرفتار کړل شوی


د پاکستان تحريک انصاف نيول شوی مخکښ شهباز ګل د ګوند له مشر عمران خان شا ته ناست دی ــ پخوانی انځور
د پاکستان تحريک انصاف نيول شوی مخکښ شهباز ګل د ګوند له مشر عمران خان شا ته ناست دی ــ پخوانی انځور

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ او د پخواني وزيراعظم عمران خان سلاکار شهباز ګل په اسلام اباد کې نيول شوی دی. د دې ګوند مشرانو پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی چې شهباز ګل نن (د اګست پر نهمه) ګرفتاره کړل شوی دی.

د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مشر او د دې هېواد پخواني وزيراعظم عمران خان د اګست پر نهمه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د شهباز ګل نيول "ګرفتاري نه بلکې تښتونه" ده.

د دې ګوند یو مخکښ او د دې هېواد د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودري هم د اګست پر نهمه پر خپله ټویټر پاڼه ادعا کړې چې شهباز ګل نن د اسلام اباد له بني ګالا چوک څخه بې نمبر پلېټو ګاډو کې راغلیو کسانو "تښتولی" دی.

بلخوا پي ټي ای پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې پر شهباز ګل نامعلومو کسانو بريد کړی او له هغه سره په ګاډي کې پر ناست تن یې هم تشدد کړی دی.

د اسلام اباد په بني ګالا سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان کور هم دی.

بلخوا د اسلام پولیسو د اګست پر نهمه په یو خپور شوي بیان کې ویلي چې د بني ګالا په پولیس تاڼه کې د شهباز ګل خلاف یوه مقدمه درج شوې وه چې پکې پر نوموړي د ریاستي ادارو خلاف وينا کولو او د بغاوت خپرولو د تورونو دفعات شامل دي.

دا پېښه تر هغه وروسته رامينځ ته شوې چې نوموړي تېره شپه (د اګست پر اتمه) د پاکستان د يو شخصي ټېلېويژن "اې ار وای" په یوه خپرونه کې د پاکستان پر پوځ او ریاستي ادارو "سختې" نيوکې کړې وې.

تر دې خپرونې وروسته "اې ار وای" په پاکستان کې دننه له کېبل چینلونو ليرې کړل شوی دی.

تر دې وړاندې د روان (۲۰۲۲ز) کال په مې میاشت کې د پي ټي ای یوه مشره او د بشري حقونو پخوانۍ وزیره شیرین مزاري هم په اسلام اباد کې پولیسو ګرفتاره کړې وه. د اسلام اباد پولیسو وروسته ویلي ول چې نوموړې د پنجاب د اداري فساد ضد (اېنټي کرپشن) پولیسو لخوا نیول شوې ده. شیرین مزاري وروسته خوشې کړل شوه.

XS
SM
MD
LG