د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا اوکراین ته د ۷۷۵ ميلينونو ډالرو نوره مرسته ورکوي


د اوکراين يو عسکر د امريکا له خوا ورکړل شوي ټانک باندې ناست دی. د ۲۰۲۲ز کال د جون ۱۳مې انځور
د اوکراين يو عسکر د امريکا له خوا ورکړل شوي ټانک باندې ناست دی. د ۲۰۲۲ز کال د جون ۱۳مې انځور

امريکا وايي، له اوکرايني ځواکونو سره د مرستو او د روسيې د يرغلګرو پرضد د ځوابي بريدونو لپاره به کييف ته د ۷۷۵ ميليونو ډالرو نورې مالي مرستې ورکوي.

د امریکا یوه جګپوړي دفاعي چارواکي د اګست پر ۱۹مه خبریالانو ته وویل چې په دې پوځي مرستو کې به ۱۵ بې پايلټه الوتکې، ۴۰ د ماینونو په وړاندې مقاومت لرونکې وسلې او د ماین پاکولو ګاډې او نورې وسلې شاملې وي.

د ده په خبره، دا به د اوکراین سره د هېواد په جنوب او خيتځ کې په پوځي پرمختګ کې مرسته وکړي. په دغو سيمو کې روسي ځواکونو ماینونه ښخ کړي دي.

په دې مرستو کې ۱۵۰۰ ټانک ضد توغندي، دجېويلین په نوم ۱۰۰۰ توغندي، او نور جديد الات او راډار ضد نظام هم شامل دي.

دا به ۱۹م ځل وي چې د امريکا دفاع وزارت د ۲۰۲۱ز کال د اګست له میاشتې راهیسې اوکراین ته دفاعي تجهيزات ورکوي.

دا به د ولسمشر جو بایډن د ادارې له پیل راهیسې اوکراین ته د امریکا د ټولو پوځي مرستو اندازه لس اعشاريه شپږ اربه (مېليارد۹) ډالرو ته ورسوي. دا مرستي په داسي حال کې ورکول کېږي چې د اوکراين پر وړاندې د روسیې جګړه شپږو مياشتو ته نېږدې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG