د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن اوکراین ته د راکټونو پرمختللی نظام ورکوي


د هېمرز په نوم د توغندیو پرمختللی نظام د اوسني هغه پرتله اوږد واټن ویشتلای شي - پخوانی انځور.
د هېمرز په نوم د توغندیو پرمختللی نظام د اوسني هغه پرتله اوږد واټن ویشتلای شي - پخوانی انځور.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته د پرمختللیو راکټونو د هغه نظام پر ورکولو سلا شوی دی چې تر ۸۰ کېلومیټره واټن پورې هدف کره په نښه کوي.

نوموړي د مې ۳۱ مه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په لیکنه کې لیکلي چې واشنګټن به اوکراین ته د توغندیو لا زیات پرمختللي نظامونه او مهمات ورکړي چې په مرسته به یې هغوی د جګړې په ډګر کې مهم اهداف په کره والي د ویشتلو جوګه شي.

بایډن همداراز لیکلي چې پر اوکراین د روسیې یرغل به د ډېپلوماسۍ له لارې پای ته رسي خو امریکا باید اوکراین ته د پام وړ وسلې او بارود ورکړي چې هغه هېواد د مذاکراتو پر مېز پر روسیې برلاسی وي.

روسیې سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته زرګونه کسان وژل شوي دي او د جګړې له وجې مېلیونونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.

د امریکايي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې واشنګټن تر هغې وروسته اوکراین ته د هېمرز په نوم د راکټونو پرمختللي نظام پر ورکړه سلا شو چې کییف ورته "باور" ورکړ چې توغندي به د روسیې پر خاوره د برید لپاره نه کاروي.

دې چارواکي چې نوم یې نه دی ښوول شوی خبریالانو ته ویلي دي هېمرز په اوکراین کې له اوسمهال کارېدونکو راکټونو اوږد واټن ویشتلی شي او د ۷۰۰ مېلیونه ډالرو د وسلو د هغې مرستې برخه دي چې ټاکل شوې د جون پر لومړۍ نېټه اعلان شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG