د اوکراین ولسمشر ویلي چې د زپورېژیا اېټمي بټۍ ته د اېټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) د ماموریت له اصولو سره رضا شوی دی.
وولودیمیر زېلېنسکي د اګست پر ۱۸مه د اوکراین په لوېديز ښار لویيف کې يوې خبري غونډې ته وويل چې هغه دا رضامندي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش او د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردغان سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې روسیه باید په سمدستي توګه خپل ځواکونه وباسي او د اوکراين په جنوب کې دې له اېټمي بټۍ څخه بمباري ودروي.
په داسې حال کې چې زېلېنسکي د اګست پر ۱۸مه په لوييف کې له ګوتېرېش او اردغان سره مذاکرات کول، مسکو او کییف یو بل تورن کړل چې په زپورېژيا کې واقع د اروپا تر ټولو لويه اېټمۍ بټۍ د "پارونې" لپاره کاروي.
په داسې حال کې چې د چرنوبېل په شان د اېټمي ناورین په اړه وېرې ډېرې شوي، مسکو او کییف پر یو بل د روسیې تر کنټرول لاندې اېټمي بټۍ باندې د بمبارۍ تورونه پوری کړي دي.
تر دې وروسته غوښتنې شوي چې باید د اېټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې یو ماموريت سیمې ته ولاړ شي.
انتونیو ګوتېرېش ویلي چې هغه د بټۍ د وضعیت په اړه "سخت اندېښمن" دی او باید هغه ځای بې وسلې وګرځول شي. نوموړي زیاته کړه چې د زپورېژیا اېټمي بټۍ ته هرراز احتمالي "زیان اړول ځانوژنه" ده.