د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چرنوبل غمیزې ۳۴ کاله پوره شول


یوه مور د چرنوبل پېښه کې د خپل وژلي زوی انځور ښکاره کوي- ارشیف
یوه مور د چرنوبل پېښه کې د خپل وژلي زوی انځور ښکاره کوي- ارشیف

د اپرېل ۲۶ مه، د چرنوبل د اټومي غمیزې ۳۴مه کلیزه ده.

ملګري ملتونه وایي، د دې پیښې څه باندې درې لسیزې تېرې شوي، خو لا یې هم ناوړه پایلې محسوسېږي.

۳۴ کاله وړاندې د ۱۹۸۶ز کال د اپرېل پر ۲۶مه په اوکراین کې د چرنوبل اټومي بټۍ دننه چاودنه وشوه چې یوې برخې یې اور واخیست.

له دې پېښې سره تابکاره (رېډیو اکټېف) بڅرکي د زرګونه میټرو په واټن د روسیې، اوکراین او بېلاروس هوا ته پورته شول.

دا هغه بڅرکي ول چې ژوند او چاپیریال ته ګواښ پېښوي او زیان یې د اوږده وخت لپاره وي.

پخواني شوري اتحاد پر لومړۍ ورځ نه منله چې غیر عادي پېښه دې شوې وي، خو پر دویمه شپه یې یوه اعلامیه ورکړه او تايید یې کړه چې د چرنوبل له څلورو څخه یې یوې برخې "صدمه" لیدلې.

هغه مهال وویل شول چې په پېښه کې شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي، خو لویدیځو رسنیو وویل چې تر پېښې وروسته ۲،۰۰۰ کسان مړ شول خو دا شمېر رسماً تایید نه شو.

د ملګرو ملتونو عمومي جرګې پر ۲۰۱۶ز کال یو پرېکړه لیک منظور کړ او د اپرېل ۲۶مه یې د چرنوبل پېښې د اغېز یاد ته ځانګړې کړه.

سږ کال ملګري ملتونه د چرنوبل پېښه پر داسې مهال یادوي چې تر بټۍ شاوخوا ۳۰ کیلومیټره لیرې اور لګېدلی او داسې اندېښنې دي چې که اور و نه وژل شو او تر بټۍ وغځېد نو ښايي بیا تابکاره وړانګې خپرې کړي.

ملګري ملتونه وايي، په زیانمنه سیمه کې پرمختګ شوی خو په بیان کې یې زیاته کړې چې هلته نور کار ته اړتیا ده.

په ۲۰۱۹ز کال کې له بټۍ سره نېږدې یوه حفاظتي پروژه پلې شوه چې ملګرو ملتونو د پام وړ کار وباله.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې، د بېلاروس، روسیې او اوکراین له حکومتونو سره په ګډه د چرنوبل پېښې د ځپلیو له کورنیو سره مرستې کړې دي.

د چرنوبل د یاد په اړه د ملګرو ملتونو په سږنۍ اعلامیه د تازه لوی اور یادونه نه ده شوې.

د اپرېل په پيل کې چرنوبل ته نېږدې په یوه ځنګله کې د بل اور یوه ویډیو هم خپره شوه.

له دې سره د چاپیریال ساتنې ادارو خبرداری ورکړ چې ممکن په تابکاره وړانګو د ککړو ونو په سوځېدو بڅرکي بیا خپاره شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د اپرېل پر ۲۴مه وویل، د اوکرایني حکومت د معلوماتو پر بنسټ، له اوره د انسانانو روغتیا ته ګواښ نه پېښېږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG