د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې د اوبو د کمښت خلاف مظاهرې شوې


دا په تهران کې د ډالر د بيو د زیاتېدو په خلاف د پخوانۍ مظاهرې انځور دی.
دا په تهران کې د ډالر د بيو د زیاتېدو په خلاف د پخوانۍ مظاهرې انځور دی.

په ايران کې سلګونو کسانو د اوبو د کمښت پرضد مظاهرې کړې دي.

دغه مظاهرې چې د ايران په مرکزي صوبه چهارمحال و بختياري کې شوې پکې احتجاجیانو "مرګ پر رييسي" شعارونه ورکول.

د ايراني ولسمشر ابراهيم رييسي خلاف د دې مظاهرو ويډيوګانې چې د اګست پر ۱۶مه خپرې شوې، پکې ښکاري چې سلګونه کسان په مرکزي ښار شهرکرد کې د صوبايي انتظامې د ودانۍ مخې ته راټول شوي دي.

له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې دا مظاهرې په داسې حال کې روانې دي چې په دې صوبه کې د اوبو بحران دومره ډېر شوی چې د ورځني استعمال لپاره د اوبو يوازينۍ وسيله هغه اوبه دي چې په ټرکونه کې ورته راوړل کېږي.

امنيتي سرتیري هم په دې مظاهره کې تر سترګو کېږي خو تر دې دمه د تشدد کومه پېښه نه ده رپورټ شوې. په ايران له کلونو راهیسې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.البته دا وروستی بحران وروسته له هغې رامنځته شوی چې کله کوهرنګ چشمه د اوبو د لېږد له شبکې پرې شوې ده. د اوبو د صوبايي څانګې مشر په اشاره ويلي چې د وروستيو بارانونو له کبله د کوهرنګ د چشمې اوبه ګنده شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG