د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوالو پر روسيې د اوکراین له اېټمي بټۍ څخه د ځواکونو ایستلو غږ کړی


د روسي پوځ د اطلاعاتو څانګې له خوا د زپوریژیا اېټمي بټۍخپور شوی انځور.
د روسي پوځ د اطلاعاتو څانګې له خوا د زپوریژیا اېټمي بټۍخپور شوی انځور.

د نړۍ ۴۲ هېوادونو په یوه لاسلیک کړې اعلاميه کې له روسیې غوښتي چې د زپوریژیا له اېټمي بټۍ څخه دې ځواکونه وباسي ځکه چې هلته یې حضور "یو لوی خطر" دی.

دا اعلاميه د اروپایي ټولنې پر ووبپاڼه د اګست پر ۱۴مه خپره شوې چې پکې پر اوکراين د بې له څه وجې د روسيې يرغل غندل شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د برېښنا جوړولو په هغه اېټمي (اټومي) بټۍ کې د روسیو سرتېرو شتون د اېټمي تابکارۍ د نظم د خونديتوب د چارو پر مخ وړلو کې د چارواکو د مسوولیتونو پوره کولو مخه نیسي.

په بیان کې راغلي چې له دې څخه انکار نه شي کېدای چې د اوکراین پر اېټمي تاسیساتو د روسیې بې اساسه یرغل او هلته یې د ځواکونو دوامداره شتون د اېټمي پېښو او حادثو په اړه "د پام وړ" خطر زیاتوي.

بیان کې پر روسيې غږ شوې چې سمدستي خپل ځواکونه او نور ټول غیرمجازه کسان د زپورېژیا له بټۍ، نېږدې سيمو او له ټول اوکراینه وباسي چې په دې توګه د بټۍ چلوونکي او د اوکراین چارواکي وتوانېږي چې په خپلو په نړیواله کچه پېژندل شویو سرحدونو کې په خپلواکه توګه خپلې چارې بیا پیل کړي.

بیان زیاتوي چې له دې سره به د بټۍ کارکوونکي له بهرنۍ مداخلې، ګواښه او یا د نه منلو وړ سخت کاري شرطونو پرته خپلې دندې ترسره کړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG