د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په اوکراين کې له اټومي بټۍ سره د نېږدې سيمې د ليدو غوښتنه کړې


رافایل ګروسي وايي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته باید ژرترژره په زپروژیا کې د خپل ماموریت ترسره کولو اجازه ورکړل شي ــ انځور له ارشيفه
رافایل ګروسي وايي، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته باید ژرترژره په زپروژیا کې د خپل ماموریت ترسره کولو اجازه ورکړل شي ــ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي دي چې چارواکو ته یې باید د اوکراین په زپروژیا کې له اټومي بټۍ سره نېږدې تر شوې نښتې وروسته د سیمې د لیدلو اجازه ورکړل شي.

رافایل ګروسي د اګست پر ۱۱مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیړنۍ غونډې ته وویل، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته باید ژرترژره په زپروژیا کې د خپل ماموریت ترسره کولو اجازه ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې، "وضعیت جدي دی او ډېره سخته ګړۍ راغلې ده."

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي هم د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي د اګست پر ۱۱مه ناوخته په ورځنۍ ویډیويي وینا کې وویل، هېڅ بل هېواد یوه اټومي بټۍ "د ټولې نړۍ د ګواښلو لپاره په داسې څرګند ډول" نه ده کارولې.

ولسمشر زیلېنسکي ټینګار وکړ چې "د نړۍ هر هېواد باید د زپروژیا له اټومي بټۍ څخه د اشغالګرو د ایستلو لپاره سمدستي اقدام وکړي."

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش هم د اوکراین په زپورېژیا کې اټومي بټۍ ته د نړیوالو پلټونکو د لاسرسي غوښتنه کړې وه.

نوموړي دا غوښتنه د اګست پر اتمه تر هغې وروسته کړې وه چې کییف او روسیې د تېرې اوونۍ په پای کې پر یو بل د اروپا پر تر ټولو لویې اټومي بټۍ د توغندیو ورولو تورونه پورې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د امنیت شورا ته وویل چې واشنګټن اوکراین ته د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ماموریت استولو د نظر ملاتړ کوي.

د ده په وینا، دوی په دې برخه کې "نور انتظار نه شي کولای."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسېلي نېبېنزیا له اټومي بټۍ سره نېږدې د جګړې پړه پر اوکراینیو ځواکونو واچوله او د ټولو حملو درولو غوښتنه یې وکړه.

دواړو خواوو د اګست پر ۱۱مه په وروستیو کې د اټومي بټۍ له ودانۍ سره نېږدې د جګړې د شدت زیاتېدو لپاره یو بل پړ بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG