د لاسرسي ځای

تازه خبر

اينتني بلېنکن: د ایراني رسنيو له خوا پر رشدي د بريد په اړه خوشالي د کرکې وړ ده


بلېنکن وويل چې د ايران ادارې له لسیزو راهيسې د سلمان رشدي پرضد پارونې کوي. پخوانۍ انځور
بلېنکن وويل چې د ايران ادارې له لسیزو راهيسې د سلمان رشدي پرضد پارونې کوي. پخوانۍ انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د ایران پر دولتي رسنیو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پر لیکوال سلمان رشدي یې د برید په اړه خوشالۍ کړې دي.

بلېنکن د اګست پر ۱۴مه په يوه بیان کې ويلي چې د ایران دولتي ادارو له نسلونو او لسیزو راهيسې د رشدي پر ضد تاوتریخوالی هڅولی او د هغه هېواد دولتي رسنیو په دې وروستیو کې د هغه پر ژوند د شوي تېري پر هڅه خوشالۍ کوي چې د نوموړي په خبره، دا د کرکې وړ ده.

د اګست پر ۱۴مه رشدي د مصنوعي سا ورکولو له مشین یا وينټيلېټره لیرې شوی او اوس د خبرو کولو جوګه دی.

رشدي په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د "شیطاني ایتونو" په نوم داستان لیکلی وو چې ځینې مسلمانان یې د مذهب سپکاوی بولي.
رشدي په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د "شیطاني ایتونو" په نوم داستان لیکلی وو چې ځینې مسلمانان یې د مذهب سپکاوی بولي.

سلمان رشدي تر هغې وروسته په روغتون کې بستر شو چې د اګست پر ۱۲مه د نيو یارک په غربي سیمه کې ورباندې د چاقو برید وشو چې پکې هغه سخت ژوبل شو. برید کوونکي د وژنې د هڅې له جرم څخه انکار کړی دی.

رشدي په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د "شیطاني ایتونو" په نوم داستان لیکلی وو چې ځینې مسلمانان یې د مذهب سپکاوی بولي.

د ایران پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني په ۱۹۸۸ز کال کې د کتاب تر خپرېدو یو کال وروسته د رشدي د مرګ فتوا ورکړې وه چې له وجې یې نوموړی تر کلونو پورې پټ اوسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG