د لاسرسي ځای

تازه خبر

اینډریو وایلي: سلمان رشدي اوس خبرې کولای شي


پر سلمان رشدي د اګست پر ۱۲مه برید شوی وو - پخوانی انځور.
پر سلمان رشدي د اګست پر ۱۲مه برید شوی وو - پخوانی انځور.

د لیکوال سلمان رشدي استازي ویلي دي چې له نوموړي د سا اخیستو مصنوعي مشین (وینټيلېټر) لیرې شوی دی او هغه اوس خبرې کولای شي.

دا خبره اینډریو وایلي د اګست پر ۱۳مه شپې مهال تر هغې وروسته وکړه چې په نیو یارک کې چارواکو وویل، پر ۷۵ کلن رشدي یې د برید په تړاو نیولی مشکوک کس د "وژنې او د برید د هڅو" په تورونو رسماً تورن کړی دی. چارواکو وویل چې هغه کس بندي دی او د ضمانت حق نه لري.

د نیو یارک پولیسو په بیان کې ویلي دي چې ۲۴ کلن هادي مطر د اګست پر ۱۲مه ناوخته رسماً تورن شو او څارنوال ویلي دي چې هغه برید "له وړاندې پلان شوی" وو.

د مطر یوه وکیل د هغه په استازیتوب د جرم نه منلو بیان دایر کړی دی. پولیسو د نیو جرسي اوسېدونکی مطر د اګست پر ۱۲مه د پېښې له ځایه نیولی وو.

تر دې مخکې د سلمان رشدي استازي اینډریو وایلي ویلي ول چې نوموړی په روغتون کې بستر دی او په برید کې یې یو عصب او ځیګر ته زیان رسېدلی دی نو ښايي رشدي په یوه سترګه نابینا شي.

رشدي په ۱۹۸۰ز لسیزه کې د "شیطاني ایتونو" په نوم داستان لیکلی وو چې ځینې مسلمانان یې د مذهب سپکاوی بولي. د ایران پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني په ۱۹۸۸ز کال کې د کتاب تر خپرېدو یو کال وروسته د رشدي د مرګ فتوا ورکړې وه چې له وجې یې نوموړی تر کلونو پورې پټ اوسېده.

پر رشدي د اګست پر ۱۲مه په نیو یارک کې د یوې غونډې پر مهال د چاقو برید وشو.

ایران لا د برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی خو د هغه هېواد سختدریځه ورځپاڼو بریدګر ستایلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG