د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او طالبان نن په قطر کې د سولې تړون لاسلیکوي


په قطر کې د سولې مذاکرات (ارشيف)
په قطر کې د سولې مذاکرات (ارشيف)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به په قطر کې له طالبانو سره د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

ټرمپ پرون (د فبرورۍ پر ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، له افغان حکومت او طالبانو هم غوښتي چې د سولې له دې فرصته دې ګټه پورته کړي.

اعلامیه زیاتوي:

"که دوی خپلې ژمنې پوره کړي، موږ به په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره پياوړې لاره ومومو او خپل ځواکونه به کور ته راستانه کړو."

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په واشنګټن کې پرون د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې په غونډه کې خبرې وکړې.

ده وویل چې په افغانستان کې د ایران فعالیتونو ته پام کوي چې د سولې هڅې ګډې وډې نکړي.


د قطر د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه نن (د فبرورۍ پر ۲۹مه) ماسپښين د دوحې پر وخت ۳:۴۵ لاسليکېږي چې په کابل کې د مازيګر له ۵:۱۵ او په پېښور کې له ۵:۴۵ بجو سره سمون خوري.

که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو به د هوکړې د لاسليک په مراسمو کې موجود وي خو تر اوسه روښانه نه‌ ده چې د امریکا له لوري به څوک دغه هوکړه لاسلیکوي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین مشال راډيو ته ویلي، دا موافقه به د طالبانو په استازیتوب د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي.


نوموړي دا هم ویلي چې په دې مراسمو کې به د شاوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون وکړي.

د موافقې د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړې. امريکا او طالبانو له د ۲۰۱۸م کال د جولای مياشتې راهیسې د سولې د خبرو یو شمېر پړاونه ترسره کړي او د روان ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۲مه یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پیل کړه چې تېره شپه پای ته ورسېده خو راپورونه وايي چې اورکم به تر هوکړې لاسليکېدو وروسته هم دوام کوي.

XS
SM
MD
LG