د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سلمان رشدي د برید په تور مشکوک کس نیول شوی


سلمان رشدي د "سېټانک ورسز" یا د "شېطاني ایت" په نامه د هغه کتاب ليکوال دی چې زياتره مسلمانان يې د خپل مذهب سپکاوی بولي.
سلمان رشدي د "سېټانک ورسز" یا د "شېطاني ایت" په نامه د هغه کتاب ليکوال دی چې زياتره مسلمانان يې د خپل مذهب سپکاوی بولي.

د امريکا د نيويارک ايالت پوليسو د هغه تن شناخت معلوم کړی دی چې په مبينه توګه يې پر ليکوال سلمان رشدي برید کړی دی.

پوليس فکر کوي چې دا تن د اګست پر ۱۲مه په يوازې ځان برید کړی دی.

پوليسو په يوه خبري غونډه کې وويل کوم مشکوکه تن چې د پېښې له ځای څخه نیول شوی هغه هادي مطر نومېږي چې عمر یې ۲۴ کاله او د نیوجرسي اوسېدونکی دی.

بل پلو چارواکي وايي چې تر پېښه څو ساعته وروسته هم د سلمان رشدي عملیات روان دي.

په دې عکس کې هغه ځای ښکاري چې پر سلمان رشدي برید شوی وو
په دې عکس کې هغه ځای ښکاري چې پر سلمان رشدي برید شوی وو

دا له هغه وروسته ده چې د اګست پر ۱۲مه سلمان رشدي په يوه اداره کې تر لېکچر ورکولو لږ مخکې په چاکو ووهل شو . پوليس وايي تر دستورې مخکې د هیڅ خطر نښې نه وې.

نيويارک پوليسو په يو بيان کې وېلي دي چې سلمان رشدي چې په ظاهره يې پر څټ د چاکو د ګزارونو زخمونه دي، د سيمې روغتون ته په هېلي کاپټر کې وړل شوی دی.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان پر ټویټر لیکلي چې پر سلمان رشدي برید ډاروونکی دی.

نوموړي زیاته کړې چې، " موږ د ده د چټکې روغتیا لپاره دعاګانې کوو، د هغو ښو ښاریانو مننه کوو چې ډېر په چټکۍ یې د ده مرسته کړې ده."


۷۵ کلن سلمان رشدي د "سېټانک ورسز" یا د "شېطاني ایت" په نامه د هغه کتاب ليکوال دی چې زياتره مسلمانان يې د خپل مذهب سپکاوی بولي.

په ايران کې نه یوازې پر دې کتاب بنديز لګول شوی وو بلکې سلمان رشدي ته یې د مرګ ګواښونه هم کړي وو او نوموړي څو کلونه په پټه ژوند کاوی.

دا کتاب چې کله په ۱۹۸۸ م کال کې چاپ شو نو د ايران د هغه وخت ستر مشر ایت الله روح الله خميني یو کال وروسته د سلمان رشدي د مرګ فتوا جاري کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG