د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش اوکرایني اټومي بټۍ ته د نړیوالو پلټونکو د لاسرسي غوښتنه کړې


د زپورېژیا اټومي بټۍ برېښنا پیدا کوي - پخوانی انځور.
د زپورېژیا اټومي بټۍ برېښنا پیدا کوي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د اوکراین په زپورېژیا کې اټومي بټۍ ته د نړیوالو پلټونکو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا غوښتنه د اګست پر اتمه تر هغې وروسته کړې ده چې کییف او روسیې د تېرې اوونۍ په پای کې پر یو بل د اروپا پر تر ټولو لویې اټومي بټۍ د توغندیو ورولو تورونه پورې کړل.

ګوتېرېش په جاپان کې یوې خبري غونډې ته وویل، پر یوې اټومي بټۍ "هر راز برید د ځانوژنې" معنا لري.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی د تېرې اوونۍ په پای کې د جاپان هېروشیما ته تللی وو او هلته یې د نړۍ د لومړي اټومي برید د ۷۷مې کلیزې په مناسبت وینا وکړه.

اوکراین ویلي دي چې د اګست پر شپږمه روسیو ځواکونو د توغندیو په تازه حملو کې د اټومي بټۍ د وړانګو یا شعاعګانو درې سېنسرونه (حس ګري) زیانمن کړي دي او پکې د زپورېژیا د اټومي برېښناکوټ یو کارکوونکی ژوبل شو. دا په هغه ځای کې په دوو ورځو کې پرله پسې دویمه حمله وه.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي روسیه "اټومي ترهګرۍ" ته په لمن وهلو تورنه کړه او د مسکو پر اټومي سېکټور یا څانګه یې د نورو نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه.

په زپورېژیا کې اټومي بټۍ د روسیو ځواکونو تر ولکې لاندې د ماریوپول له بندري ښاره شاوخوا ۲۰۰ کېلومیټره لیرې شمال لویدیز لوري ته پرته ده او د روسیې تر څار لاندې ده.

هغه بټۍ د مسکو ځواکونو په اوکراین کې د جګړې په لومړیو ورځو کې نیولې وه خو چارې یې اوکرایني کارکوونکي چلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG