د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې د سکرو پر درامد د اروپايي ټولنې بندیز عملي کېږي


 اروپايي ټولنې په اپرېل میاشت کې د روسیې د سکرو پر درامداتو د بندیز منظوري ورکړې وه - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ لومړې نېټې انځور.
 اروپايي ټولنې په اپرېل میاشت کې د روسیې د سکرو پر درامداتو د بندیز منظوري ورکړې وه - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ لومړې نېټې انځور.

ټاکل شوې چې د روسیې د سکرو پر وارداتو (درامد) د اروپايي ټولنې بنديز د اګست پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته عملي شي.

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه څلور میاشتې وړاندې پر دې بندیزونو سلا شوي ول. دا د اروپایي ټولنې د بندیزونو پينځم پیکېج دی چې پر اوکراین يې د یرغل په غبرګون د روسیې د اقتصاد ضعيفولو لپاره پر مسکو د سزا په توګه لګولي دي.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په وروستيو کې اوکراین ته په زرګونو پوځیان لېږدولي ول.

اروپايي ټولنې په اپرېل میاشت کې د روسیې د سکرو پر درامداتو د بندیز منظوري ورکړې وه.

اروپايي ټولنې د دې بندیز د عملي کولو لپاره د ۱۲۰ ورځو موده ټاکلې وه چې د اګست پر ۱۰مه نیمه شپه پای ته رسي.

اروپايي کمېشن ویلي چې پر سکرو له بندیز سره به روسیې ته د کال پر سر ۸ اربه (مېليارده) امريکايي ډالر تاوان ورسېږي. په اروپايي ټولنه کې شاملو هېوادونو په ۲۰۲۱ز کال کې له روسیې څخه نېږدې ۵۲ مېليونه ټنه سکره وارد (درامد) کړي ول.

XS
SM
MD
LG