د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د روس پر تېلو نور بنديزونه لګوي


له سمندره د تېلو ایستلو روسي مشينري (انځور له ارشيفه)
له سمندره د تېلو ایستلو روسي مشينري (انځور له ارشيفه)

د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هیوادونه پر روسیه د نورو بندیزونو پر لګولو سلا شوي دي.

دا خبره د اروپايي ټولنې مشر چارلس مایکل د مې پر ۳۰ مه کړې ده. هغه ويلي د دې بندیزونو له مخې به اروپايي ټولنې ته د روس د تېلو په دريوو کې دوه برخې په سمدستي توګه بندې کړل شي.

دا بندیزونه یوازې پر هغو تېلو دي چې د سمندر له لارې انتقالېږي او د پایپ لاین له لارې ورکول کېدونکي تېل پکې په لنډمهاله توګه شامل نه دي.

مایکل ویلي چې دا به د روس له جنګي مشین څخه یو پراخه مالي سرچینه وتړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG