د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.
کرزي د اګست پر اوومه په کابل کې له یوشمېر افغان مېرمنو او نجونو سره لیدلي او د ښوونځيو د بیا پرانیستلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
له کرزي سره په خبرو کې افغان ښځینه فعالانو د نجونو د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستل کېدو او دندو ته د ښځو په ستنېدو ټينګار کړی دی.
د کرزي په حواله په یوه بیان کې چې د هغه پر ټوېټر پاڼې خپور شوی راغلي چې د هېواد ښېګڼه په دې کې ده چې د نجونو لپاره د تعلیم زمینه برابره او ښځې په ټولو برخو کې پراخه ونډه ولري.
په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۳۲۵ ورځې ووتلې.
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ول چې په دې اړه به د دیني عالمانو یوه شورا راغوښتل کېږي خو په کابل کې د جون پر ۲۹مه جوړې شوې دیني عالماوو ناستې هم کومه پایله ور نه کړه.
د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو یو کال پوره کېږي خو هغوی لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې.