د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اګست څلورمې شپې مهال په چاودنه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ ټپیان دي.
چارواکي وايي، "ناڅرګنده وسله والو" د کوټې په دوکاني بابا چوک کې پر خلکو د لاسي بم بريد وکړ.
د کوټې د ولسي روغتون ویاند وسيم بېګ په پېښه کې د یو کس د وژنې او د ۱۴ ژوبلېدو پخلی وکړ.
د چارواکو په وینا، برید په هغه ځای کې شوی چې پکې د اګست ۱۴مې لپاره د پاکستان بيرغونه او نور ملي نښانونه خرڅېدل. په پاکستان کې هر کال د اګست پر ۱۴مه د خپلواکۍ ورځ لمانځل کېږي. هغه هېواد په ۱۹۴۷ز کال کې د هند د نیمه وچې د وېش پر مهال جوړ شوی وو.
د بلوچستان اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو د اګست پر څلورمه په بیان کې د کوټې پېښه "ترهګر" برید بللی او پولیسو ته یې د بلوچستان د مرکز په ګډون په ټوله صوبه کې د سختو امنیتي اقداماتو امر کړی دی.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې خو په بلوچستان کې یوشمېر وسله والې ډلې فعالې دي. په هغې صوبې کې په وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او سرکاري ودانیو د یوشمېر حملو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسله والو ډلو منلې ده.