د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اګست نیمايي کې د خیبر پښتونخوا ۶ ضلعو کې د پولیو واکسیني کیمپېن کېږي


په پاکستان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ګوزڼ مخنیوي ادارې ویلي دي چې د اګست پر ۱۵مه د صوبې په جنوبي ضلعو کې واکسیني کیمپېن پیلوي.

د ادارې مشر محمد ذیشان د اګست پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، دا پرېکړه یې تر هغې وروسته کړې چې د خیبر پښتونخوا د اووه ضلعو په ګډون یې په لاهور او اسلام اباد کې هم د پولیو وایرس نمونې موندلې دي.

هغې ادارې د وایرس موجودګۍ لپاره په بېلابېلو ښارونو کې سروې کړې ده.

ذیشان وویل، د اګست پر ۱۵مه به د بنو او ډېره اسماعیل خان ډېوېژنونو په شپږو ضلعو کې او بیا د اګست پر ۲۲مه به په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسیني کیمپېن کېږي.

تر دې مخکې د روغتیا وزیر عبدالقادر پټېل په یوه بیان کې ویلي ول چې د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره یې تګلاره جوړه کړې او د ولس، دیني عالمانو او د ماشومانو د میندو او پلرونو په مرسته به د ناروغۍ ضد مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې د ګوزڼ ۱۴ پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه یې ۱۳ ماشومان د شمالي وزیرستان او یو یې د لکي مروت اوسېدونکی دی.

ذیشان زیاتوي چې پولیو یوه داسې ناروغي ده چې ماشومان د ټول عمر لپاره معذوروي چې ورڅخه د ځان ساتلو یوازینۍ لاره تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسینول دي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي موجوده ده. په هغو هېوادونو کې ناامنیو او همداراز، د بېلابېلو پروپیګنډو له وجې د خپلو ماشومانو له واکسینولو څخه د میندو او پلرونو انکار د وایرس د ختمېدو پر وړاندې مهم خنډونه بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG