د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په کابل کې وروستی ډرون برید غمجنه تېروتنه بللې


د کابل هوایي ډګر ته نېږدې پر یوه کور د اګسټ پر ۲۹مه شوی برید
د کابل هوایي ډګر ته نېږدې پر یوه کور د اګسټ پر ۲۹مه شوی برید

د امريکا دفاع وزارت عمومي پلټونکو د نومبر پر درېیمه تر تحقيقاتو وروسته ويلي چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د ايستلو په وروستيو ورځو کې بې پایلټه الوتکې هغه بريد چې پکې بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي ول، يوه غمجنه تېروتنه وه خو د هېڅ قانون سرغړونه پکې نه وه شوې.

د اګست پر ۲۹مه د بې پایلټه الوتکې په بريد کې زمری احمدي چې له اوږدې مودې راهيسې يې له يوه امريکايي بشري سازمان سره کار کاوه د خپلو اوو بچيو په ګډون د کورنۍ له نهو غړو سره ووژل شو.

جنرال سمیع سيد د نومبر پر درېیمه په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د بريد په باب په تحقيقاتو کې ښکېلو کسانو په ریښتیا باور لاره چې هغوی د يوې حتمي حملې د مخنيوي هڅه کوله.

بريد پر داسې مهال شوی وو چې پر هېواد د طالبانو تر کنټرول وروسته د امريکا په مشرۍ د لسګونه زره خلکو د ايستلو بهیر روان وو.

خو له بده مرغه د استخباراتي مالوماتو ترجمه او د اتو ساعتونو په موده کې تر هدف لاندې ګاډي او په هغې کې د سپرليو څارنه دقيقه نه وه.

د غذاييت او تعليمي چارو لپاره د هغه نړيوال بشري سازمان چې احمدي ورسره کار کاوه باني او مشر سټيون کووان ويلي چې پلټنه "خورا مايوسونکې او ناکافي" وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG