د سره صليب نړيوالې کمېټې د اوکراین په ختيځ کې د مسکو ملاتړلرونکو بېلتون پالو تر واک لاندې سيمه کې پر هغه زندان بريد غندلی چې لسګونه اوکرایني جنګي بنديان پکې وژل شوي ول.
سره صليب د جولای د ۳۱مه په بیان کې ويلي چې د اولېنيفکا زندان د ليدو اجازه لا نه ده ورکړل شوې چې ورباندې د جولای پر ۲۹مه حمله شوې وه.
یادې کمېټې غوښتنه کړې چې د بريد په اړه دې بې پرې پلټنې وشي البته زیاتوي چې سازمان دا اختیار نه لري چې تحقیقات وکړي.
بیان زیاتوي چې د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي باید هرو مرو په سمدستي توګه له دې خبر شي چې له خپلوانو سره يې څه پېښ شول.
په اولېنيفکا ښارګوټې کې د چاودنې يا د توغندي د بريد په اړه مسکو او کيف پر يو بل تورونه پورې کوي.
د روسيې د دفاع وزارت د جولای پر ۳۱مه نېټه په يو بیان کې ملګرو ملتونو او د سره صليب نړيوالې کمېټې ته پر دې زندان د شوي برید د تحقيقاتو بلنه ورکړې وه.