د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې نړیوالو ته پر اوکرایني زندان د حملې د پلټنو بلنه ورکړې


د دونېڅک په یوه برخه کې یو مرستندویه کارکوونکی تر برید وروسته د خلکو د ژغورنې لپاره ورروان دی - د جولای ۲۷مې انځور.
د دونېڅک په یوه برخه کې یو مرستندویه کارکوونکی تر برید وروسته د خلکو د ژغورنې لپاره ورروان دی - د جولای ۲۷مې انځور.

د روسیې د دفاع وزارت ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې ادارې ته هغه زندان ته د ورتګ او پلټنو بلنه ورکړې چې ورباندې په یو برید کې لسګونه اوکرایني جنګي بندیان وژل شوي دي.

د ختیز اوکراین هغه وړوکی ښار اولېنیفکا نومېږي چې د روسي پلویو بېلتونپالو تر واک لاندې دی.

د جولای پر ۳۱مه د روسیې د دفاع وزارت تر بیان مخکې د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق ویلي ول چې که مسکو او کییف ومني نو ملګري ملتونه به د جګړې پر لومړۍ کرښه د پروت هغه وړوکي ښار زندان ته پلټونکي ولېږدوي.

د دفاع وزارت په بیان کې ویلي دي چې "روسیې د ملګرو ملتونو او د سره صلیب نړیوالې ادارې پوهانو ته رسمي بلنه ورکړې چې په اولېنیفکا کې تر مقدمې پیلېدو مخکې د بنديانو پر زندان د حملې بې طرفه پلټنو لپاره ورشي."

پر زندان حمله د جولای پر ۲۹مه شوې وه چې پکې د دونېڅک سیمې د بېلتونپالو چارواکو په وینا، ۵۳ اوکرایني جنګي بندیان وژل شوي او ۷۵ ژوبل شوي دي.

روسیې او اوکراین پر یو بل پر زندان د توغندي د برید تور پورې کړی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د جولای پر ۳۰مه په برید کې د وژل شویو ۴۸ اوکرایني جنګیالو د پېژندګلوۍ په اړه معلومات خپاره کړل چې پکې ویل شوي چې د هغوی عمرونه له ۲۰ څخه تر ۶۲ کلونو پورې ول.

مسکو تور پورې کړی چې اوکراینیو ځواکونو پر زندان د هغه کره نښه ویشتونکي توغندي له لارې کړی چې امریکا ورکړی دی.

خو کییف دا تور رد کړی او تور یې پورې کړی چې حمله د اوکراین پر جنګي بندیانو د روسیې پلویو بېلتونپالو د تشدد د پټولو لپاره کړې او پر زندان یې بمباري کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG