د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کمیونټي سکولونو استادان په احتجاج دي


د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د کمیونټي ښوونځي ماشومان د زده کړو پر مهال - پخوانی انځور.
د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د کمیونټي ښوونځي ماشومان د زده کړو پر مهال - پخوانی انځور.

په بلوچستان کې د ټولنې ښوونځیو یا کمیونټي سکولونو استادانو د خپلو دندو د دایمي کولو لپاره احتجاج ته دوام ورکړی دی.

دوی له تېرو ۱۰ ورځو راهیسې د کوټې د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وهلی دی. د کمیونټي سکولونو د استادانو اتحادیې سېکرټر ارباب خان د جون پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، ۱۵ کاله مخکې ورسره حکومت د نوکریو دایمي کولو ژمنه کړې وه چې تر اوسه نه ده پوره شوې.

پرلتوال همداراز غواړي چې د پاکستان په ایین کې له ۱۸م بدلون سره سم دې، د ښوونځیو واک د وفاق پر ځای صوبايي حکومت ته وسپارل شي. څه د پاسه یوه لسیزه مخکې په پاکستان کې پارلېمان په ایین کې بدلون وکړ چې ورسره سم، د تعلیم په ګډون یوشمېر چارې له وفاقي حکومته صوبايي هغو ته وسپارل شوې.

د بلوچستان د تعلیمي چارو صوبايي وزیر میر نصیب الله مری وايي، د ښوونکو ستونزې په هغه صورت کې هوارېدای شي چې په اړه یې په اسمبلۍ کې قانون جوړ شي.

نوموړي د جون پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل د هغوی د ګورنر په فرمان یا امر هم هوارېدای شي. د پاکستان په صوبو کې ګورنر د وفاق استازی وي چې زیات اجراییه واک نه لري خو د وفاقي چارو په اړه فیصلې کولای شي.

کمیونټي سکولونه د صوبې په لیرې پرتو هغو سیمو کې ماشومانو ته تعلیم ورکوي چې پکې ښوونځي نه شته. هغه ښوونځي د ټولنې خلک چلوي او حکومت ورته تنخا ورکوي. په دې توګه کمیونټي سکولونه یو ډول نارسمي تعلیمي ادارې دي.

هغه ښوونځي په ۲۰۰۷ز کال کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ جوړ شول چې لا هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.

په بلوچستان کې د هغو ښوونځیو د اتحادیې یوه غړي او استاد اکبر خان مشال راډیو ته وویل، په هغه صوبه کې د کمیونټي سکولونو د ښوونکو شمېر ۹۱۵ ته رسېدلی چې تر ۶۰،۰۰۰ پورې ماشومانو ته ابتدايي او ثانوي تعلیم ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG