د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له روسیې سره د بندیانو پر تبادلې خبرې کړي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایتنني بلېنکن له خپل روسي سیال سیرګې لاوروف سره په ټلیفوني خبرو کې د هغو بندیانو پر تبادلې خبرې کړې دي چې ښايي د امریکا د باسکټبال لوبغاړی بریتني ګرینر او د روس د وسلو کاروباري ویکتور باوټ هم پکې شامل وي.


ایتنني بلېنکن د جولای پر ۲۹مه ویلي چې دا بې تکلفه او مستقيمې خبرې وې چې په بنیادي توګه د بندي امریکایانو په اړه وې.

نوموړي ویلي چې امریکا د بریتني ګرینر تر څنګ د امریکا د سمندري ځواک د پخواني عسکر پاول وېلان پر خوشي کولو هم ټینګار کوي. خو نوموړي ویلي، داسې نشي ویلای چې دا به لږ که زيات امکان ولري.

بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سیرګې لاوروف او ایتنني بلېنکن د بندیانو تبادلې په ګډون پر اوکراین هم خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG