د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وایرس ۵۹۹ تازه پېښې ثبت شوي دي


په اسلام اباد کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو کس له پوزې مایع اخلي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې یو روغتیاپال د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو کس له پوزې مایع اخلي - پخوانی انځور.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس سلګونه تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره سم، په ۲۰۲۰ز کال کې د جهاني وبا له پیل راهیسې د ټولو پېښو رسمي شمېر۱،۵۴۸،۳۹۴ ته رسېدلی دی.

د کورونا وایرس وبا په اړه د ارقامو سرکاري ووبپاڼې د جولای پر ۲۱مه ویلي دي چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹۹ کسان په وایرس اخته شوي دي او درې کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

له دې سره د جهاني وبا له پیل راهیسې په هغه هېواد کې د مړو شمېر ۳۰،۴۵۵ ته رسېدلی دی. خو له حکومتي شمېرو سره سم، څه د پاسه ۱.۵ مېلیون کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په پاکستان کې له ۱۲۸.۵ مېلیونه زیات کسان بشپړ واکسین شوي دي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ابادي څه د پاسه ۲۱۳ مېلیونه ده.

په پاکستان کې د جون له پای راهیسې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي. همدا لامل دی چې حکومت په جولای کې د لوی اختر پر مهال پر خلکو د احتیاطي تدابیرو عملي کولو غږ وکړ. په هغو لارښوونو کې د ګڼې ګوڼې نه جوړول، په بازارونو، سرکاري دفترونو او نورو ځایونو کې له خلکو څخه د مناسبې فاصلې ساتل، په صابون د لاسونو مینځل او د کورونا وایرس ناروغۍ علاماتو لرلو پر مهال ګوښه پاتې کېدل شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG