د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان کرکټ بورډ وايي تجارتي ټورنامنټونه نړیوال کرکټ ته زيان رسوي


د پاکستان کرکټ بورډ اجراییه مشر فیصل حسنین ویلي چې د کرکټ نړیواله شورا د دوی له خوا پر ورکړل شوي وړانديز غور کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ اجراییه مشر فیصل حسنین ویلي چې د کرکټ نړیواله شورا د دوی له خوا پر ورکړل شوي وړانديز غور کوي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ نړیوالې ادارې ته یې وړاندیز کړی دی چې د تجارتي ټورنامنټونو په اړه دې سنجولې تګلاره جوړه کړي.

د دوی په وینا، دا ټورنامنټونه د نړیوال کرکټ وخت اخلي او نړیوال کرکټ ته زیان رسوي. دا خبره د پاکستان کرکټ بورډ اجراییه مشر فیصل حسنین د جولايي پر ۱۶مه رسنیو ته په جاري کړي ویډیويي بیان کې کړې ده.

فیصل حسنېن دا بیان د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي هغه کلني کانفرانس په اړه کړی دی چې د جولايي پر ۲۵مه او ۲۶مه د انګلېنډ په برمنګهم کې ترسره کېږي.

د کرکټ نړیواله شورا په دې غونډه کې دا مهالوېش منظوروي چې له ۲۰۲۳م څخه تر ۲۰۲۷م کاله به هیوادونه څومره لوبې کوي، چېرې به یې کوي، له چا سره به یې کوي او چېري به یې کوي.

فیصل حسنېن وویل، د تجارتي ټورنامنټونو په اړه د تګلارې جوړولو لپاره چې دوی کوم وړاندیز کړی دی هغه غوښتنه ځینو نورو هیوادونو هم کړې ده.

نوموړي که څه هم د هغو هیوادونو نوم نه دی اخیستی خو دومره یې ویلي چې د کرکټ نړیواله شورا پر دې وړاندیز غور کوي.

ده وویل، " په نړۍ کې چې کوم دا فرنچایز کرکټ لیګونه دي، دا اوس ډېر پر پراخېدو دي، دا د نړیوال کرکټ وخت اخلي، پاکستان په دې اړه لږ اندېښمن دی، موږ غواړو چې د کرکټ نړیواله شورا په دې اړه بحث وکړي او د دې لپاره یو سنجولې تګلاره جوړه کړي."

د کرکټ روزونکی او شنونکی علي هوتي وايي، دا فکر یوازې پاکستان نه بلکې د ده په وینا د کرکټ نسبتا نورې وړې ادارې هم د کرکټ له نړیوالې شورا دا ګیله لري چې دوی ته پوره پام نه کېږي.

علي هوتي‌ وايي، د پاکستان په ګډون د نورو داسې هیوادونو دا شکایت ځکه پر ځای دی چې د تجارتي‌ ټورنامنټونو له کبله اوس لوبغاړي نړیوال کرکټ ته‌ ډېره پاملرنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، " انډین پرېمیر لیګ او بیګ بېش یې په داسې وخت کې ترتیب کړي وي چې په هغه وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا نړیوال کرکټ نه وي او بل پلو چې د پاکستان سپرلیګ لوبې وي نو په یو څه وخت کې ورسره نړیوال کرکټ پیل شي لکه د افغانستان راشد خان خپلې ملي لوبډلې ته تللی وو او هم داسې یو شمېر نور لوبغاړي خپلو ملکي کرکټ ادارو ورغوښتي وو."

د پاکستان پر لوبو نظر لرونکی خبریال او شنونکی فیضان لاکاني وايي، د تجارتي‌ ټورنامنټونو ګټې پر خپل ځای دي‌ خو په دې کې شک نشته چې نړیوال کرکټ ته یې ستونزې جوړې کړې دي.

ده وویل، د کرکټ نړیواله شورا باید داسې تګلاره جوړه کړي چې د دې تجارتي کرکټ له کبله نړیوال کرکټ متاثر نه شي.

لاکاني زیاته کړه، "اوس به تاسو لیدلي وي چې انډین پرېمیر لیګ ته یې دوې میاشتې دورانیه ورکړه، اوس چې په کال کې دوې میاشتې وخت یوازې ای پي ایل واخلي او بیا ورپسې د اسټرالیا بیګ بېش شي، د پاکستان سپر لیګ شي، د سري‌ لنکا لیګ شي او متحده عرب امارات یې هم پیلوي، نو له دې ټولو به نړیوال کرکټ ته په کال کې څومره وخت پاتې شي؟"

فیضان لاکهاني‌ وايي، په تجارتي‌ ټورنامنټونو کې پیسې ډېرې دي نو ځکه خو لوبغاړي هم د نړیوال کرکټ پرتله دې ټورنامنټونو ته زیات زړه ښه کوي.

د ده په وینا، دا به بهتره وي چې د کرکټ نړیواله شورا د کال شپږ میاشتې داسې وټاکي‌ چې هغه به یوازې د نړیوال کرکټ لپاره ځانګړې وي‌ او هیڅ هیواد به پکې د تجارتي ټورنامنټ کولو اجازه نه لري.

XS
SM
MD
LG