د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګجرات ټايټنز لوبډله د ای پي اېل فاينل ته ورسېده


د ګجرات ټايټنز لوبډلې افغان لوبغاړی راشد خان د تمرین پرمهال - پخوانی انځور.
د ګجرات ټايټنز لوبډلې افغان لوبغاړی راشد خان د تمرین پرمهال - پخوانی انځور.

ګجرات ټايټنز لوبډله د هند پرېمیير ليګ (ای پي اېل) سیاليو فاينل يا پايلوبې ته ووتله.

په دې لوبډله کې مشهور افغان لوبغاړی راشد خان هم دی چې د مې پر ۲۴مه په شوې سیالۍ کې یې د راجستان رايلز پر وړاندې په څلورو اوورونو کې یوازې ۱۵ منډې وکړې.

لومړی بیټينګ راجستان رايلز وکړ او په ټولو ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۸۸ رنز جوړ کړل. د ګجرات تايټنز لوبډلې دا هدف په اخري اوور کې پوره کړ او لوبه یې په ۷ وېکټو وګټله.

د دې سیاليو پايلوبه به د مې په ۲۹مه په احمد اباد کې کېږي. لا دوه سیالۍ نورې پاتې دي چې په کې به په پايلوبه کې د ګجرات پر وړاندې سیال معلوم شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG