د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ کېږي


د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د اګست تر پینځمې روانې وي - پخوانی انځور.
د شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د اګست تر پینځمې روانې وي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د شپږیزه لیګ په نوم د کرکټ مشهوره کلنۍ اتلولي پیلېږي چې پکې اته لوبډلې برخه اخلي.

د جولای پر ۱۸مه پیلېدونکې سیالۍ به د اګست تر پینځمې پورې روانې وي. د شپږیزه لیګ د اتم پړاو ټولې سیالۍ د کابل په نړیوال لوبغالي کې کېږي.

د اتلولۍ پر مهال به ټولې ۳۲ سیالۍ کېږي چې د افغانستان ملي سپورټ ټېلېوېژن یې په ژوندۍ بڼه خپروي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا، په سیالیو کې بهرني لوبغاړي هم د لوبډلو برخه دي. پاکستانی لوبغاړی افتخار احمد او امیر حمزه به د مس عینک او د عمان لوبغاړی بلال خان به د امو نهنګانو برخه وي.

د بورډ په وینا، د شپږیزې کرکټ لیګ د اته لوبډلو ځوان لوبغاړي یې د لوبډلمشرانو په توګه ټاکلي دي چې ډېریو یې مخکې کپتاني نه ده کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د یوې لوبډلې د مشرۍ مسوولیت اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG