د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د بیو لوړېدو له کبله له ۷۱ میليونوزیات کسان د بېوزلۍ ښکار دي


د افغانستان په خوست ولايت کې يو مزدور د کار په تمه ناست د غرمې ډوډۍ خوري (انځور له ارشیفه)
د افغانستان په خوست ولايت کې يو مزدور د کار په تمه ناست د غرمې ډوډۍ خوري (انځور له ارشیفه)

ملګرو ملتونو ویلي په نړۍ کې د خوراکي موادو او انرژۍ د بیو لوړېدو له کبله تر۷۱ میلیونو څخه زیات خلک د بېوزلۍ ښکار شوي دي.

د سازمان پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) دجولای پر اوومه نېټه په خپور کړي راپور کې دا هم ویلي چې د اقتصادي ګډوډۍ له وجې د ټولنیزې بیقرارۍ خطر راولاړ شوی دی.

د دې ادارې یو مشر اشیم سټینر ویلي چې د نړۍ د ۱۵۹ هېوادونو وضعیت ته په کتو سره معلومه شوې چې سږکال د بیو لوړېدو د افریقا ، بالکان او د اسیا ځينې برخې ډیرې ځپلې دي.

د نوموړي په وینا، د ورځني استعمال شیانو د بیو لوړیدو سره په ميلیونونو خلک د بېوزلۍ او لوږې ښکار شوي دي چې ورسره د ولسي بیقرارۍ خطر ډېر شوی دی.

اوکراین په نړۍ کې د غلې لوی تولېدونکی او برامدونکی هېواد دی او له دغه ځای څخه راوړل شوي غذايي اجناس د مینځني ختیځ او افریقا لپاره ډېر اهمیت لري خو په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا د اوکراین د بندرونو له محاصرې وروستو د خوراک قیمتونه لوړ شوي دي.

د جنګ له کبله د بیقرارۍ په نتیجه کې د انرژۍ بیې هم پورته شوې او روسیې هم د تېلو او ګیسو برامد کم کړی دی.

د ۲۰۲۱ز کال پرمهال پاکستان کې ګراني په بېساري ډول زیاته شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

تر جنګ وړاندې روس په نړۍ کې د قدرتي ګیس تر ټولو لوی برامدونکې او د خامو تېلو د برامد په حواله دوېیم لوی هېواد وو. د غربي هیوادونو له خوا پر روسیې بندېزونو هم د شیانو بیې اوچتې کړي دي. د راپور تر مخه هېټي، ارجنټینا، مصر، عراق، ترکیه، فیلپاین، روانډا، کینیا، سري لنکا او ازبکستان داسې هېوادونه دي چې ګرانۍ ډېر څپلي دي.

دغه شان په افغانستان، اېتوپیا، مالي، نایجیریا او یمن کې د شیانو لوړو بیو هغه خلک نور هم اغېزمن کړي دي چې وار له مخه یې د غربت تر کرښې لاندې ژوند کاوه. د یو این ډي پي راپور وايي چې دا وخت په نړۍ کې شاوخوا پینځه اربه خلک یا خو د بېوزلۍ ژوند تېروي او یا دې کرښې ته نېږدې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG