د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنديانو تبادله: روسيې د اوکراين ۱۴۴ سرتېري خوشې کړي


د اوکراين په ختيځ کې د روسيې په مقابل کې يو جنګېدونکی سرتېری له خپلو ملګرو سره ــ د ۲۰۲۲ز کال د جون ۱۹مې انځور
د اوکراين په ختيځ کې د روسيې په مقابل کې يو جنګېدونکی سرتېری له خپلو ملګرو سره ــ د ۲۰۲۲ز کال د جون ۱۹مې انځور

د اوکراين دفاع وزارت اعلان کړی چې له روسيې سره يې د بنديانو په تبادله کې ۱۴۴ سرتېري خوشې شوي دي.

د وزارت د استخباراتو څانګې د جون پر ۲۹مه وويل چې په خوشې شويو بنديانو کې ډېری یې هغه سرتېري دي چې روسانو په ماريوپول ښار کې تر سخت مقاومت وروسته نیولي ول.

وزارت دا نه دې ويلي چې سرتېري یې د څه په بدل کې خوشې شوي او يا دا چې د روسيې سرتېري یې هم پرېښي دي او که نه. وزارت د دې "تبادلې" د وخت او ځای په اړه هم څه نه دې ويلي.

روسيې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر دې دمه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

په جګړه کې دواړو خواوو د يو بل سرتېري هم نيولي چې کره شمېر يې نه دی په ډاګه شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG