د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د اټومي موافقې بحالۍ لپاره د خبرو مېز ته ستنېدو ته چمتو دی


ایراني مرکچیان په ویانا کې د ځواکمنو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو پر مهال - پخوانی انځور.
ایراني مرکچیان په ویانا کې د ځواکمنو هېوادونو له چارواکو سره د خبرو پر مهال - پخوانی انځور.

ایران وايي، په ویانا کې پر اټومي پروګرام خبرو ته ستنېدو ته چمتور دی او غواړي چې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره یوه "ښه" موافقه وکړي.

تهران البته ویلي امریکا د اوسنیو خبرو د ځنډ لپاره پړه ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې تېره اوونۍ یوه امریکايي چارواکي پر تهران غږ وکړ چې بې له نورو غوښتنو دې پر اټومي پروګرام خبرو ته مثبت ځواب ووايي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیبزاده یوې ټېلېوېژني خبري غونډې ته په وینا کې وویل، "که واشنګټن خپلې ژمنې پوره کړي، موږ ان نن ویانا ته ستنېدو ته تیار یو چې یوې ښې موافقې ته ورسېږو."

د اروپايي ټولنې مشر مرکچي د ۲۰۱۵ز کال د اټومي موافقې د بحالۍ لپاره د تهران او واشنګټن ترمینځ نامستقیمې خبرې پر مخ وړي. د هغې موافقې د بیا بحالۍ لپاره مذاکرات له مارچ راهیسې درېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG