د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر مکرون د فرانسې پارلېماني انتخاباتو کې مطلق اکثریت بایللی


ولسمشر اېمانوېل مکرون د جون پر ۱۹مه د انتخاباتو پر مهال له خپلو پلویانو سره ګوري.
ولسمشر اېمانوېل مکرون د جون پر ۱۹مه د انتخاباتو پر مهال له خپلو پلویانو سره ګوري.

د فرانسې په پارلېماني انتخاباتو کې د ښي لاسې سیاستوالې مرین له پېن ګوند تر "تاریخي" لاس ته راوړنو وروسته ولسمشر اېمانوېل مکرون مطلق اکثریت بایللی دی.

د جون پر ۱۹مه د انتخاباتو په دویم پړاو کې د رایې ورکوونکو تر لوی ټکان وروسته مکرون او د هغه منځدریځه اېتلاف په دې لټه کې دي چې څنګه خپل اکثریت برقراره وساتي.

مکرون او د هغه په اېتلاف ورګډو ګوندونو د ولسي جرګې (قامي اسمبلۍ) له ۵۷۷ څخه تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي خو د کیڼ لاسو اېتلاف او د مرین له پېن د ښي لاسي ګوند د ښه کارکردګۍ له وجې یې اکثریت وبایله.

وروستي ارقام ښيي چې د مکرون منځدریځه اېتلاف ۲۴۵ څوکۍ ګټلې دي خو د کورنیو چارو وزارت په وینا، په پارلېمان کې د مطلق اکثریت لپاره د ۲۸۹ څوکیو اړتیا ده.

مکرون په اپرېل کې د ولسمشر په توګه تر بیا منتخبېدو وروسته هیله من وو چې په پارلېماني انتخاباتو کې به هم قوت وښيي.

په انتخاباتو کې د ژان-لوک مېلانشون په مشرۍ کیڼ لاسی اېتلاف د ۱۳۱ څوکیو په ګټلو په پارلېمان کې دویم مقام اخیستی او د اټکلونو برعکس د ښي لاسې مرین له پېن نیشنل ریلي ګوند ښه کارکردګي ښوولې او ۸۹ څوکۍ یې ګټلې دي.

په فرانسه کې د انتخاباتو لومړی پړاو د جون پر ۱۲مه تر سره شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG